Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani
کَس وو، يو ځل زما د هغۀ سره څۀ بحث شو نو ما هغۀ ته ووئيل: اے د تورې مور ځويه! (يعنې د هغۀ مور هم د تور رنګ والا وه نو ما هغۀ له دا پيغور وکړو). چې کله خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د دې خبرې پته ولګيده نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: یَا اَبَاذَرٍّ اِنَّکَ اِمْرَء فِیْکَ جَاہِلِیَّۃ يعنې اے ابو ذَره! پۀ تا کښې دننه لا تر اوسه پورې د جهالت (د زمانے) والا اثر پاتې دے. نور يـې ووفرمائيل: دا چې کوم ستا خادِمان (يا غُلامان) دي، دا ستا وروڼه دي، الله پاک دوئي ستا ماتحت کړي دي، پس د چا چې څوک ورور د هغۀ ماتحت شي، هغۀ له پکار دي چې * څۀ پخپله خوري، هم هغه پۀ ماتحت باندې خوري * څۀ چې پخپله اغوندي، هم هغه ماتحت ته اغوندي (دا زما د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعليم دے، ځکه ما خپل غلام ته هم هٰغه جامې اغوستې دي، کومې چې ما پخپله اغوستې دي). ([1])
پۀ بعضې روايتونو کښې دي: هٰغه صحابئ رسول د چا سره چې د حضرت ابو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څۀ بحث وغيره شوے وو، هغۀ حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وو، چې کله خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت ابو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تربيت ووفرمائيلو او اوئې وئيل چې اے ابو ذَره! (تا اِسلام هم قبول کړو، د اِسلام نُور هم پۀ تا کښې راغلو، پۀ اِسلامي اخلاقو او آدابو باندې تۀ منور هم شوې خو) د جهالت (د زمانے) والا د يو خصلت اثر تر اوسه پورې پاتې دے نو هغوئي فوراً د حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خوا له لاړل. خپل مخ يـې پۀ زمکه باندې کيښودو او اوئې وئيل: اے بِلاله! تر څو پورې چې تاسو خپله ښپه زما پۀ خُله باندې نه وي کيښودې، زۀ به د زمکې نه مخ پورته نکړم.
الله! الله! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ فرمان باندې د عمل کولو شوق او جذبې ته وګورئ! هٰغه يو کمے کوم چې محبوب ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم