Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani
لبانو مبارکو باندې د اُمَّت د نجات او بخښنې دعاګانې وې * د شپې چې به کله ټول جهان خوبونه کول نو هٰغه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خپله بستره مبارکه پريښودله او د الله پاک پۀ بارګاه کښې به يـې زمونږ د ګنهګارانو د پاره دعاګانې کولې * د قيامت پۀ ورځ به پۀ سخته ګرمۍ کښې د سختې تندې پۀ وخت د الله پاک پۀ بارګاه کښې زمونږ د پاره سر پۀ سجده کيږي او د اُمَّت د بخښلو خواست به کوي * د اُمتيانو د نيکو تَله به درنوي * چرته به مو پۀ پل صراط باندې پۀ سلامتۍ سره تيروي * نو چرته به مو د حوضِ کوثر پۀ اوبو تنده ماتوي * کله به دوزخ ته غورځولے شوي اُمتيان راوباسي * د چا درجے به اوچتوي * پخپله به غمژن وي خو مونږ ته به خوشحالۍ راعطا کوي * پۀ خپلو نوراني اوښکو باندې به د اُمَّت ګناهونه وينځي. ([1])
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُھُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اِسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے.
غم کے بادَل چَھٹیں قافلے میں چلو خوب خوشیاں ملیں قافلے میں چلو
ربّ کے در پر جُھکیں، اِلتِجائیں کریں بابِ رحْمت کھلیں، قافلے میں چلو
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد