Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai
هغوئي خپل قابل او نوي مُريد ته خِلافت هم عطا کړلو، نور مُريدان يـې حيران وو چې د دې آستانې نه خلافت اخستل دومره اسان نه دے، تر ډيرو کلونو پورې محنت وي، بيا دا نعمت ميلاويږي، پۀ احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې داسې عنايت ولې؟ د پير صاحب نه چې د دې حکمت پوښتنه وکړے شوه نو د هغوئي پۀ سترګو کښې اوښکې راغلې، بيا يـې وفرمائيل: اے خلقو! تاسو ته احمد رضا څۀ معلوم دے...! بيا يـې وفرمائيل: زۀ فِکر مند ووم چې که الله پاک د قيامت پۀ ورځ وفرمائيل: اے آلِ رسول! تا د دُنيا نه زمونږ د پاره څۀ راوړلي دي؟ نو زۀ به څۀ جواب ورکووم. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! نن هٰغه فِکر ختم شو. اوس که الله پاک زما نه پوښتنه وکړه چې آل رسول! د دُنيا نه دې څۀ راوړي دي نو زۀ به مولانا احمد رضا پيش کړم.
روزِ محشر اگر مجھ سے پوچھے خُدا بول آلِ رسول تُو لایا ہے کیا
عرض کر دوں گا لایا ہوں احمد رضا یاخُدا یہ امانت سلامت رہے
مسلکِ اعلیٰ حضرت سلامت رہے
شاه آلِ رسول رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور وفرمائيل: (خلقو! واورئ...!) باقي حضرات د زنګ شوي زړۀ سره راځي، هغوئي تيارول غواړي، احمد رضا د صفا زړۀ سره بالکل تيار راغلے دے، دۀ ته خو صِرف د نسبت ضرورت وو. ([1])
اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اندازه ولګوئ!
تُو نے باطل کو مٹایا اے امام احمدرضا دین کا ڈنکا بجایا اے امام احمدرضا
زور باطل کا، ضَلالت کا تھا جس دم ہند میں تُو مجدِّد بن کے آیا اے امام احمدرضا
تُونے باطل کو مٹا کر دین کو بخشی جِلا سنّتوں کو پھر جِلایا اے امام احمدرضا([2])