Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے. ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د حيدر آباد (پاکستان) د يو اِسلامي ورور بيان دے چې د کال 1990ء خبره ده، بدې عقيدے زمونږ پۀ خاندان کښې خورې شوې وې. زۀ پخپله پريشانه ووم چې څوک پۀ نيغه لار باندې دي، ما ته پۀ چا پسې تلل پکار دي. يوه شپه ما پۀ سخته پريشانۍ کښې دا دُعا وکړه: يا الله پاکه ما ته د صحيح عقيدے اختيارولو توفيق راعطا کړې. د دې نه پس زۀ اوده شوم. پۀ خوب کښې زما د خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو، پۀ خوا کښې ورسره نوراني مخونو والا دوه بزرګان هم موجود وو. پۀ هغوئي کښې د يو طرفته رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اشاره وکړه او يـې وفرمائيل: دا احمد رضا دے، د دۀ مسلک اختيار کړه! بيا يـې د دويمې هستۍ پۀ باره کښې وفرمائيل: دا اِلياس قادري دے، د دۀ مُريد جوړ شۀ! چې کله زۀ رابيدار شوم نو ډير خوشحاله ووم. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هم د هٰغې ورځې نه ما د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لمن کلکه ونيوله او د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه مې بيعت وکړو او عطّاري هم جوړ شوم. د دعوتِ