Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

اِعتقاداتو پۀ باره کښې ډيره رهنمائي موجود ده او پۀ دې کښې تصوف هم دے. ([1])

د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د کتابونو لوستلو شوق

  اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه فرمائي: اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زما خوش قِسمتي ده چې زۀ د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   نه متاثر شوم او بيا مې ورځ پۀ ورځ دا عقيدت زياتيدلو. چې کله زۀ ځلمے شوم نو د يوې لائبريرۍ ممبر جوړ شوم. د هلته نه به مې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   د فتاویٰ مجموعے مثلاً * اَحکامِ شريعت * عرفانِ شريعت * او ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت وغيره راخستل او هغۀ به مې لږ لږ لوستل چې که دا ختم شي نو بيا به څۀ کووم؟ دا زما جذبات وو، پۀ دې کتابونو کښې به مې چې شرعي مسئلې لوستلې نو ما له به يـې دومره مزه راکوله چې ما به مسلسل لوستلې. بادوې الوځول څنګه دي؟ جهينګا خوړل څنګ دي؟ داسې قِسمه خوندورې مسئلې کومې چې عام طور عوامو ته معلومې هم نه وي د هغې لوستلو به خوند راکولو. د فتاویٰ رضويه خو هٰغه وخت شايد چې ما نوم هم نه وو اوريدلے. بهر حال الله پاک ډير کرم وکړو چې د خپل وَلئ کامِل، عاشقِ رسول او عظيم عالِمِ دِين او د مُفتيِ اِسلام لمن يـې راعطا کړله. عالمان او مفتيان خو نور هم ډير دي خو د احمد رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   پۀ شان څوک هم نشته. تر اوسه پورې که پۀ دريو څلورو صدو کښې د هغوئي پۀ شان څوک پيدا شوے وي زما سره يـې معلومات نشته. (تذکرہ امیر اہلسنت)

اگلوں نے بھی لکھا ہے بہت علمِ دین پر                                                                  جو کچھ ہے اس صدی میں وہ تنہا رضا کا ہے

د اميرِ اهلِسُنَّت نصيحتونه

  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه عطاريانو ته، خپلو


 

 



[1]... امیرِ اہلِ سنت کی کہانی انہی کی زبانی ، قسط 6 .