Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai
ډير مشهور حديثِ پاک دے، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: بني اسرئيل پۀ 72 فرقو کښې تقسيم شوي وو، زما اُمَّت به پۀ 73 فرقو کښې تقسيم شي، پۀ هغې کښې يوه جنَّتي ده، باقي پاتې ټولې به دوزخ ته ځي. پوښتنه وکړے شوه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! کومه فرقه چې به جنَّتي وي، هغۀ څوک ده؟ اوئې فرمائيل: مَا اَنَاعَلَیْہِ وَ اَصْحَابِیْ يعنې هٰغه ډله به جنَّتي وي کومه چې به زما او زما د صحابه پۀ لاره روانه وي. ([1])
قرآن کی تفسیر صحابہ کے عقائد ایمان کی تنویر صحابہ کے عقائد
واللہ ! انہیں رہبرِ کونین سمجھئے عرفان کی تاثِیر صحابہ کے عقائد
وضاحت: د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عقيدے د قرآنِ پاک حقيقي تفسير دے، هم د دې حضراتو عقيدے ايمان تازه کوي، پۀ الله پاک باندې مې دې قَسم وي! دا مبارکې هستيانې پۀ دواړو جهانونو کښې خپل رهبر وګڼئ! اومنئ! د رَبّ حقيقي پيژندګلو به هم د دې حضراتو د عقيدو پۀ ذريعه ميلاويږي.
سُبْحٰنَ اللہ! دلته هم وګورئ! خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټول حق دے، د دې سره سره صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم او څوک چې هم د دوئي پۀ لاره باندې روان شي، هغوئي ته د حق پيژندګلو وه وئيلے شوه، مطلب دا دے چې اُمَّت به پۀ 73 فرقو کښې تقسيم شي، پۀ دوئي کښې هم يوه جنَّتي ده، باقي ټولې به دوزخ ته ځي، پۀ مونږ ټولو باندې لازم دي چې مونږ ټول هم پۀ هٰغه جنَّتي ډله کښي پاتې شو، د باقي پاتي دوزخيانو نه لرې اوسو، اوس پوښتنه دا ده چې هٰغه يوه جنَّتي ډله به څنګه پيژنو؟ پۀ 73 فرقو کښې به هغه څنګه لټوو؟ خوږ نبي، رسولِ