Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

دي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ لکونو اِسلامي وروڼه او اِسلامي خوئيندې داسې دي د کومو چې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   پيژندګلو او د هغوئي محبت او عقيدت د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه له وجهې نصيب شو. 

فکرِ رضا کو کر دیا عالَم پہ آشکار                                                                                                                        یہ تیرا اُونچا کام ہے الیاس قادری

د اميرِ اهلِسُنَّت د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   سره محبت

  اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   سره ډير محبت دے، بے حده محبت دے. * که جَلوت وي او که خلوت (يعنې که پۀ تنهايۍ کښې وي او که پۀ ګڼو خلقو کښې) هغوئي هم د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   ذِکرِ خير کوي * هغوئي فرمائي: اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه    ولي الله دے، رښتونے عاشقِ رسول او زمونږ منلے شوے بزرګ دے، د هغوئي عقيدت پۀ زړۀ کښې سمبال ساتل بے حده ضروري دي، د الله پاک د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: اَلْبَرَكَةُ ‌مَعَ اَكَابِرِكُمْ يعنې برکت ستاسو د بزرګانو سره دے * هغوئي فرمائي: د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   د مسلک نه د يو ويښته برابر د لرې کيدو نه مخکښې دې الله کريم ما ته د ايمان او عافيت سره مرګ راعطا کړي.

د خپلې خوښې د يو کتاب انتخاب

  د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نه پوښتنه وشوه چې فرض کړئ که تاسو پۀ يو ځنګل يا شاړه وغيره کښې قيد کړے شئ او تاسو ته د قرآن او حديث نه علاوه صرف د يو کتاب ساتلو اجازت درکړے شي نو تاسو به د کوم کتاب انتخاب کوئ؟

هغوئي وفرمائيل چې زۀ به د ځان سره د اعلیٰ حضرت، امام اهلِسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   د فتاویٰ رضويه شريف د ساتلو خواست کووم ځکه چې پۀ دې کښي ډير څۀ دي، د عبادتونو او