Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai
بے شميره خيرونه به مو نصيب شي. پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار مَدَني کورسز هم دے.
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * دعوتِ اِسلامي د دِين نُور تقسيموونکے ديني تحريک دے * کم از کم فرض عِلمِ دِين لکه د اودس، غسل، نـمونځ، جنازے، روژې، زکوٰة وغيره ضروري مسئلې خو دې هر مسلمان زده کړي، دعوتِ اِسلامي د دې اراده لري * د دې مقصد د پاره دعوتِ اِسلامي ډير شارټ کورسونه کوي، لکه * د 7 ورځو فيضانِ نماز کورس * د 7 ورځو او د 12 ديني کارونو کورس * د 7 ورځو اِصلاحِ اَعمَال کورس. د دې نه علاوہ * طہارت کورس * وضو کورس * غسل کورس * احکامِ روزہ * احکامِ زکوۃ کورس وغیرہ هُم کيږي. دا کورسونه رہائشی هُم وي او غیر رہائشی يعنې جُزوقتی هُم وي.
* تاسو هم دا مختصر مختصر کورسونه وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي * چې دِين زده کړئ نو الله پاک به راضي شي * پۀ رزق کښې به مو برکت راشي * د عِلمِ دِين خزانه به حاصله کړئ * د نيکو ذِهن به مو جوړيږي * د الله پاک عبادت چې پۀ صحيح انداز وکړئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کرم به هُم کيږي * د شارټ کورسونو دا فائده هم وي چې انسان پۀ غير محسوس انداز کښې ډير څۀ زده کړي * کار روزګار يـې هم نه خرابيږي او پۀ يو څو ورځو کښې ډير معلومات حاصل شي * لکه څنګه چې نـمونځ دے، د دې احکام او مسائل خو دومره ډير دي چې کتابونه ترينه ډک دي، زمونږ پۀ شان خلق به دومره غټ غټ کتابونه څنګه لولي؟ دومره وخت به څنګه اوباسي؟ ځکه اسانه طريقه دا ده چې د 7 ورځو فيضانِ نماز کورس وکړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې غټو غټو کتابونو نچوړ به درته ښودلے کيږي * بيا به مو ديني ماحول هم نصيب شي * د نيکانو خلقو صحبت به مو هم نصيب شي، د دې خپل برکتونه دي.