Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه جوړ کړے شوے ښکلے تحريک دعوتِ اِسلامي کوم چې پۀ ټوله دُنيا کښې د دِين خدمت کوي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا هم پۀ اَصل کښې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فيضان دے. يو څو کاله مخکښينۍ خبره ده، د هندوستان يو لوئي عالِمِ دِين عالمي مَدَني مرکز فيضانِ مدينه (کراچۍ، پاکستان) ته تشريف راوړلو، چې کله پۀ پوړو راوختو او هغوئي د فيضانِ مدينه پۀ فراخه دالان کښې قدم کيښودو او د عالمي مَدَني مرکز وداني او د عاشقانِ رسول ګڼه شميره يـې وليدله نو يو سوړ اسويلے يـې وکړو او اوئې فرمائيل: امامِ احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د دِين د خِدمت کوم خوب ليدلے وو، نن زۀ پۀ غړيدلو سترګو د هغې تعبير وينم. (فیضانِ امام اہلسنت)
اللہ کی نعمت ہے، یہ دعوتِ اسلامی آقا کی عنایت ہے، یہ دعوتِ اسلامی
رَحمٰن کی رحمت ہے، یہ دعوتِ اسلامی شیطاں کی ہلاکت ہے، یہ دعوتِ اسلامی
سب نبیوں کی ، ولیوں کی ، اصحاب کی اہلِ بیت کی خاص عنایت ہے، یہ دعوتِ اسلامی
فیضانِ رضا ہے اور ، یہ غوث کا فیضاں ہے خواجہ کی حِمایت ہے، یہ دعوتِ اسلامی
د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 10 ارشادات او دعوتِ اِسلامي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هٰغه عالِمِ دِين چې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د کوم خوب ذِکر وکړو، هغه څۀ وو؟ هغه پۀ اَصل کښې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان کړے شوي د دِين د خِدمت 10 نکتے دي. کومې چې پۀ فتاویٰ رضویه شريف کښې ليکلے شوې دي. هٰغه 10 نکتے څۀ دي؟ دا هم اورو او دعوتِ اِسلامي د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې ارشاداتو باندې څنګه عمل کوي؟ دا هم اورو.
اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: پۀ لوئي کچ د دِين د خِدمت د پاره ضروري دي چې (1):