Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai
ملاقات د پاره تشريف يوړلو، حضرت عبد السلام جبل پوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د هغوئي سره وو. مفتي بُرهانُ الحق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې کله مونږه هلته ورسيدو نو مجذوب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ سر باندې عمامه شريف کيښودې وه، پۀ تخت باندې ناست وو او دلائِل الخيرات شريف يـې لوستلو.
هغوئي د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښه ډيره ميلمستيا وکړه، چې کله واپس راتللو نو ما د هٰغه مجذوب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښپې مبارکې ونيولې او عرض مې وکړو: زما د پاره دُعا وکړئ! هٰغه مجذوب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما پۀ ملا باندې لاسې کيښودو او د سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ لور يـې اشاره وکړه او اوئې فرمائيل: پۀ دوئي پسې ځۀ! ټول به پۀ تا پسې روان وي. ([1])
میں گرفتارِ بلائے دوجہاں ہر بَلا سے کر رِہا! احمد رضا!
تُم ہی مُرْشِد، تم دوائے رَنْجُ و غَم مجھ پہ بھی چشمِ عطا! احمد رضا!
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د رضا فيض يـې ټول عالَم ته ښکاره کړو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د الله پاک دا ډير لوئي کرم دے، ډير لوئي احسان دے چې پۀ دې دور کښې د هغوئي نوم د حق پيژندګلو ده.
اوس يوه ښکلې خبره عرض کړم: اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حق پيژندګلو ده او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! عاشقِ اعلیٰ حضرت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ځان، خپل ټول کور والا، ټول مريدان، ټولو مئينان د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عاشقان جوړ کړي