Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې خاصيت وښودلو، اوئې فرمائيل: وګورئ! د چا عقيدے چې زما د صحابه د عقيدو پۀ شان وي، پۀ هغوئي پسې ځئ، هٰغه ډله به جنَّتي وي.

پۀ دې دور کښې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د حق پيژندګلو ده

  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قرآن او د حديث د دې تعليماتو نه مونږ ته معلومه شوه چې پۀ هر دور کښې داسې خلق پيدا کولے شي، پۀ کومو باندې چې د الله پاک انعام وي، کوم چي د الله پاک طرف ته  رجوع  کوونکي وي، د کومو پۀ ايماني کيفياتو، عشقِ رسول او پۀ اخلاقو او کردار کښې چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم فيضان پۀ نظر راځي، داسې د اوچتې مرتبے خلق د حق پيژندګلو وي.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د الله پاک کرم وشو، هٰغه رَبِّ رحمان پۀ مونږ باندې فضل وفرمائيلو چې پۀ تيره شوې صدۍ کښې يـې د بريلي پۀ زمکه باندې داسې يوه هستي پيدا کړله څوک چې پيدائشي طور ولي هم وو، عشقِ رسول يـې داسې چې د عاشقانو اِمام دے، عِلم يـې داسې چې لوئي لوئي عالِمان د هغوئي شاګردان ښکاري، مفتي داسې چې د هغوئي پۀ شان لوئي مفتي پۀ اوسنۍ زمانه کښي پۀ نظر نه راځي، د ټولو نه لوئي محدث هم وو، ډير د کمال مُفَسِّر هم وو، نوم د هغوئي احمد رضا دے، خلق هغوئي ته اعلیٰ حضرت وائي، د نن سبا د فتنو نه پۀ دې ډک دور کښې د هغوئي نوم د حق پيژندګلو ده.

آبروئے مومناں  احمد رضا خاں  قادری                                       رہنمائے گمرہاں  احمد رضا خاں  قادری

علم میں  بحرِ رَواں  احمد رضا خاں  قادری                                         دِین میں  گوہر فشاں  احمد رضا خاں  قادری([1])

  وضاحت: د مؤمِنانو عزت او وقار، د ګمراهانو هادي او رهنما، د عِلم سمندر، د دِين فيض عام کوونکي ته احمد رضا خان قادري وئيلے شي.


 

 



[1]... قبالۂ بخشش، صفحہ:344.