Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai
پۀ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د الله پاک انعامات
قرآنِ کريم وه وئيل چې پۀ کومو باندې د الله پاک خاص دِيني انعام وي، هغوئي د نيغې لارې والا دي. اوس پۀ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د الله پاک انعاماتو ته يو نظر وګورئ! * د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عمر مبارک صرف 4 کاله وو، دلته عام طور د 4 کالو ماشوم صحيح خبرې هم نشي کولے، عموماً ماشومان پۀ تَته ژبه خبرې کوي بلکې بعضې خو پۀ دې عمر کښې فيډر څښي خو اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د 4 کالو عمر مبارک کښې د قرآنِ پاک ناظره مکمل کړې وه * عموماً د 6 نه 7 کالو پورې د ماشومانو د پئيو غاښونه پۀ وَتلو شي، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پۀ دې عمر کښې پۀ ډَک محفل کښې د علماؤ او مشائخو پۀ موجودګۍ کښې پۀ عربۍ ژبه کښې تقرير کولو * چې د 13 کالو ماشوم وي، هغۀ چرته بوتلل وي نو باقاعده هغۀ پوهه کول وي چې ځويه! هلته لاړ شې نو دا مۀ کوه، هٰغه مۀ کوه، د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عمر مبارک 8 کاله وو چې هغوئي پۀ درسِ نظامي کښې د ښودلے کيدونکي د عربۍ پۀ کتاب باندې پۀ عربۍ کښې حاشيه ليکله * د 13 کالو، 10 مياشتو، 5 ورځو عمر مبارک کښې هغوئي وړومبۍ فتویٰ وليکله او باقاعِده د مفتي پۀ مسند باندې تشريف فرما شو * 22 کاله عمر مبارک يـې وو چې هغوئي د شاه آلِ رسول رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې د بيعت د پاره حاضر شول، د شاه آلِ رسول رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه انداز مبارک وو چې څوک به هم د بيعت د پاره راتلل، پۀ هغوئي باندې به يـې تر ډيرو کلونو پورې مجاهدات کول، رياضتونه به يـې پرې کول، خو قربان شم! اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 22 کلن ځلمے دے، د شاهِ آلِ رسول رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې حاضر شو، هغوئي چې ورته وکتل نو اوئې فرمائيل: راځئ! مونږ خو د ډيرو ورځو نه انتظار کولو. ([1]) بيا هم پۀ وړومبي ملاقات کښې