Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

پته ولګيده چې د اِسلام مزاج دا دے چې اِسلام شخصيات د حق معيار ګرځوي، نبي خو اوس څوک نشي راتللے، زمونږه خوږ نبي، حضرت مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم آخري نبي دے، د نُبُوَّت دروازه پۀ هغوئي باندې بنده شوې ده، ، قیامت تۀ نزدې به صرف حضرت عیسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام تشریف راوړي، خو د نبي پۀ حیثیت نۀ بلکې د آخري نبي محمد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمّتي پۀ حيثيت به تشريف راوړي، غرض دا چې د نبوت دروازه تر قيامته پورې بنده ده، هيڅ نوے نبي به نه راځي، البته تر قيامته پورې صِدِّيقين هم راځي، شهيدان به هم راځي او صالحين به هم راځي، پۀ هر دور کښې هم دا د اوچتې مرتبے خلق د حق پيژندګلو ده، پۀ دوئي پسې روان کَس پۀ نيغه لاره باندې وي.

جن پہ ہے اِنعام تیرا اے خُدا                                                                                                    راہ پر اُن کی چلیں ہم تاحیات

د رَبّ طرفته  رجوع  کوونکي د حق معيار دے

د دې خبرې يو بَل مثال واورئ! د اِسلام ابتدائي دور وو، د مسلمانانو وړومبي خليفه حضرت اَبُو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کلمه وئيلې وه، هغوئي د کلمې لوستلو سره نورو ته د اِسلام دعوت ورکول شروع کړل، د هغوئي د دعوت پۀ نتيجه کښې ډيرو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم کلمه وئيلې وه او مسلمانان شوي وو، پۀ دې مسلمان شوو کښې يو نوم د حضرت سَعد بن اَبِي وَقاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم وو.

  تاسو ته معلومه ده چې پۀ هٰغه وخت کښې به چا کلمه وئيله نو هغۀ به د مختلف قِسمه مشکلاتو سره مخ کيدلو،  مکې والؤ به ورته تکليفونه ورکول، څوک به يـې پۀ تودو شګو سملولو، څوک به يـې وهلو، ويني کولو، پۀ زرګونو قِسمه تکليفونه به يـې ورکول. پۀ دې موقع حضرت سَعد بن اَبِي وَقاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته يو بيل قِسمه سخته راپيښه شوه، د هغوئي مور کومه چې هٰغه وخت مسلمانه نۀ وه، هغې کلمه نه وه وئيلې، مور هغوئي له جذباتي