Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

هغۀ پۀ حقيقت کښې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زيارت شرف حاصلوي او نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې پۀ خوب کښې څۀ وفرمائي، هغۀ يقيناً چې حق، حق او هم حق وي. آؤ! د دې صحيح تعبير ګڼل ضروري دي.

پۀ عاشقانِ رسول باندې کرم

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا کرم دے چې هغوئي وخت پۀ وخت د حق لټوونکو پۀ خوب کښې تشريف راوړي او هغوئي ته نيغه لار ورښائي، د رَبِّ رحمان ډير لوئي کرم دے چې زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوبونو پۀ ذريعه زمونږ د عاشقانِ رسول د رښتونو عقيدو تصديق فرمائي. د ملتان شريف واقعه ده، يو طالبِ عِلم وو، چا چې به د يو بد مذهبه نه عِلم زده کولو، بد مذهبه خو ظاهره ده چې بد مذهبه وي، د هغۀ نه عشقِ رسول څنګه ميلاويدے شي، نو هٰغه طالبِ عِلم به د هٰغه بد مذهبه خبرے اوريدلې، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ باره کښې به يـې د هٰغه بد مذهبه ګستاخيانې اوريدلې، پريشانه کيدلو به هم، آخر يو ځل هٰغه طالبِ عِلم د زمانے د غزالي حضرت علّامه احمد سعيد کاظمي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  پۀ خِدمت کښې حاضر شو، د هغۀ ذِهن پريشانه وو، معلومه ورته نه وه چې څوک پۀ نيغه لاره باندې دي، علّامه احمد سعيد کاظمي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه    د هغۀ سره خبرے اترې وکړې او اوئې فرمائيل: تۀ نيغه لار پيژندل غواړې! بيګا له به يـې وپيژنې.

  د زمانے د غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  دا فرمان څۀ وو، ښکاره کرامت وو، هٰغه طالبِ عِلم چې د شپې اوده شو نو د هغۀ بخت رابيدار شو، پۀ خوب کښې ورته خوږ آقا، نوراني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم