Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai
سائټ هم موجود دے، د يوټيوب، فيس بک، انسټا ګرام وغيره پيجز هم جوړ کړے شوي دي، چې پۀ دې کښې تقريباً 70 اکاؤنټ دي او د دې تقريباً 47 ملین (Million) يعنې پاؤ کم پينځه کروړه فالورز (Followers)اور سَبسکَرائِبَرز (Subscribers) دي. آئي ټي ډيپارټمنټ هم جوړ دے، د کوم په ذريعه چې مختلف موبائل ايپلي کيشنز جوړولے شي، داسې تقريباً پۀ هر فورم باندې د موجودو تقاضو مطابق د دِين خدمت جاري دے. (فیضانِ امام اہلسنت)
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ فيضان سره، د هغوئي د ښودلے شوو طريقو مطابق د اوسني وخت د تقاضو مطابق پۀ ټوله دنيا کښې د دِين پيغام عام کړے دے او نور يـې هم کوي.
اللہ کی نعمت ہے ، یہ دعوتِ اسلامی آقا کی عنایت ہے ، یہ دعوتِ اسلامی
مَلحُوظ شریعت ہے ، تو پاسِ طریقت ہے سر تا پا سعادت ہے ، یہ دعوتِ اسلامی
اسلام کی تعلیمات اور دین کے احکامات سِکھلاتی شریعت ہے ، یہ دعوتِ اسلامی
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو هم د دعوتِ اِسلامي دې دِيني ماحول ته راشئ! د دِين پۀ دې عظيمُ الشان خِدمت کښې خپله حصه شامله کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دِين او دُنيا بے شميره خيرونه به درنصيب شي.
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مَدَني کورسز
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د مخکښينو بزرګانو پۀ عقيدو باندې د پوخ يقين حاصلولو، پۀ صراطِ مستقم باندې د اِستقامت موندلو، د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ محبت باندې د زړۀ روښانه کولو د پاره هر وخت د دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط وساتئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دُنيا او د آخرت