Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

تاسو ته وړاندې کووم:

اِنعام يافته بندګان د حق معيار دے

   وړومبۍ سيپاره ده، سورۀ فاتحه ده او خبره ده د صراطِ مستقيم، د نيغې لارې د پيژندلو...!! د مثال پۀ طور 15 صدۍ هجري ده، ما ته به څنګه پته لګي چې نيغه لاره کومه يوه ده؟ قرآنِ کريم مونږ ته دا وښودله، ارشاد دے:

صِرَاطَ الَّذِیْنَ اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ ﴰ

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د هٰغه خلقو په لار چې تا پرې احسان کړے دے.

معلومه شوه چې پۀ چا باندې د الله پاک اِنعام وشو د هغوئي چې کومه لاره ده هغه صراطِ مُستقيم دے، اوس هٰغه اِنعام يافته خلق څوک دي؟ پۀ 5 سيپاره، سورۀ نِساء، آيت: 69 کښې الله پاک فرمائي:

فَاُولٰٓىٕكَ مَعَ الَّذِیْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنَ النَّبِیّٖنَ وَ الصِّدِّیْقِیْنَ وَ الشُّهَدَآءِ وَ الصّٰلِحِیْنَۚ-

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هغه به د هٰغه خلقو سره وي پۀ کومو چې الله فضل کړے دے يعنې انبياء او صديقين او شهيدان او صالِحِين.

  لکه چې مونږ ته فرمائيلے کيږي چې د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام چې کومه لاره ده، پۀ هٰغه لار باندې ځئ، دا نيغه لاره ده، د صِدِّيقينو پۀ لاره باندې ځئ، دا نيغه لاره ده، د شهيدانو پۀ لاره باندې ځئ، دا نيغه لاره ده، د نيکانو خلقو پۀ لاره باندې ځئ، دا نيغه لاره ده.

  د پوهې خبره ده چې قرآنِ کريم مونږ ته رول ماډلز وښودل، شخصيات يـې راته وښودل او اوئې فرمائيل، پۀ دې خلقو پسې روان شئ! دا خلق د حق معيار دے، هم دا د نيغې لارې پيژندګلو ده.