Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  او د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عقيدے

  دغه شان چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کومې جنَّتي ډلې خاصيت وښودلو چې د هغوئي عقيدے به د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د عقيدو مطابق وي، اوس د قرآن او حديث پۀ رڼا کښې يو خوا د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عقيدو ته وګورئ! بل خوا د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه    مسلک ته وګورئ! معلومه به شي چې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه    هٰغه هستي ده کومه چې پۀ دې وخت کښې د حق پيژندګلو ده.

يو څو مثالونه عرض کووم، د قرآن او حديث نه ثابته ده چې * د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عقيده وه چې خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عِلمِ غيب ورکړے شوے دے، پۀ دې دور کښې د عِلمِ غيب د عقيدے څوکۍ کوونکے اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  دے * د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عقيده وه چې محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور دے، پۀ دې دور کښې د عقيدۀ نُور څوکۍ کوونکے اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  دے * د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عقيده وه چې رَبِّ رحمان محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مختارِ کُل جوړ کړے دے، پۀ دې دور کښې د اختياراتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عقيدے څوکۍ کوونکے اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه    دے * د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عقيده وه چې محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د قيامت پۀ ورځ شفاعت فرمائي، پۀ دې دور کښې د عقيدۀ شفاعت څوکۍ کوونکے اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه    دے * د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عقيده وه چې څۀ هم ورکوي، الله پاک يـې ورکوي، محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې تقسيموي، پۀ دې دور کښې د دې عقيدے څوکيدارۍ کوونکې هستۍ ته اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه    وئيلے شي.

علم کے ہیں  گُلستاں  احمد رضا خاں  قادری                                                          باغِ دِیں  کے گُل فِشاں  احمد رضا خاں  قادری

حق شناس و حق نما و نائبِ شمس الضحیٰ                                                                     وارثِ پیغمبراں  احمد رضا خاں  قادری