Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   باندې هيڅ قِسمه تنقيد هم نه کوو او نۀ د هغوئي پۀ بيان شوې څۀ خبره کښي مونږ شک کوو د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   پۀ معامله کښې هم پۀ سترګو بندولو کښې عافيت دے، که پۀ دې بارګاه کښې سترګې غړوئ نو د تيندک خوړلو انديښنه ده. ياد ساتئ چې مونږ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   د الله پاک ولي منو، نبي نه منو، د الله پاک بے شميره اوليائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم دي، پۀ دې کښې يو اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   هم دے.

(اعلیٰ حضرت اور امیر اہلسنت)

پۀ خوب کښې يـې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   ديدار نصيب شو

  د يو اِسلامي ورور بيان دے: يوه شپه چې زۀ اوده شوم نو زما بخت رابيدار شو، زما پۀ خوب کښې د امامِ اهلِسُنَّت اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   ديدار نصيب شو. منظر څۀ داسې وو چې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   جَمعه ورکوله او د څۀ نوراني مخونو والا خلقو پۀ سرونو باندې عمامې وې، سپينې جامې يـې اغوستې وې او پۀ هغوئي پسې يـې نـمونځ کولو.

 د دې نه پس زما سترګې وغړيدلې، چې معلومات مې وکړل نو معلومه شوه چې دا د سُنتو ډکه حُليه کومه چې پۀ خوب کښې راوښودلے شوه، دا د دعوتِ اِسلامي والؤ ده او د دوئي امير مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه دے. بيا زما د اميرِ اهلِسُنَّت د رسالے تذکره امام احمد رضا لوستلو موقع نصيب شوه، زړۀ خو مې د مخکښې نه مطمئين وو، د اميرِ اهلِسُنَّت چې مې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   سره محبت وليدلو نو زۀ نور هم متاثر شوم او د اميرِ اهلِسُنَّت پۀ لاس باندې مې بيعت وکړو او عطّاري جوړ شوم. (اعلیٰ حضرت کی انفرادی کوشش)

مسلک کا تُو اِمام ہے اِلیاس قادری                                                                                   تدبیر تیری تام ہے الیاس قادری

سَر مستیٔ رضا کی ہر عالَم میں دھوم ہے                                                                     ساقیٔ دورِ جام ہے الیاس قادری

سنّت کی خوشبؤوں سے زمانہ مہک اُٹھا                                                                     فیضان تیرا عام ہے الیاس قادری