Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai
دو جہاں سے بھی نہیں جی بھرا، کروں کیا کروڑوں جہاں نہیں([1])
يو خوا د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د عشق انداز دے، بل خوا د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عشق انداز دے، د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ عشق کښې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم فيضان صفا پۀ نظر راځي، پۀ دې کښې اشاره ده چې پۀ اوسني وخت کښې که د حق پيژندګلو که څوک ده نو هغۀ اعلیٰ حضرت اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے.
د عاشقِ رسول د پيژندلو نا اشنا انداز
پۀ مکه مکرمه کښې د مالکي فقه يو عظيم مفتي وو، علامه شيخ سيِّد محمد عَلوِي مَالکي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د مولانا احمد رضا خان بريلوي سره محبت د سُنّيت علامت دے او د هغوئي سره بغض او دښمنۍ د بدعت علامت دے. ([2])
حضرت علامه قادر بخش سَهسرامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئے عالِمِ دين وو، يو ځل ترې چا تپوس وکړو چې د سُنّي او بدعقيده د پيژندلو يوه ساده شان طريقه راوښائے. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: د چا پۀ باره کښې چې دا اندازه لګول غواړئ چې دا سُنّي دے کۀ بدعقيده، نو د هغۀ پۀ مخکښې د مولانا احمد رضا خان صاحب تذکره شروع کړئ! کۀ پۀ مخ يـې خوشحالي ښکاره شي نو يقين وکړئ چې دا عاشقِ رسول سُنّي دے او کۀ مخ يـې وران شي نو پوهه شئ چې بد مذهبه دے. ([3])
پۀ دوئي پسې ځۀ! ټول به پۀ تا پسې روان وي
يو ځل سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مهائم شريف (هندوستان) د يو مجذوب سره د