Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai
مهارت حاصل وو، او هغوئي تقريباً د يو زر [1000] نه زيات کتابونه ليکلي دي، فتاویٰ رضويه پۀ دې کښې ډير مشهور دے کوم ته که د فقه حنفي انسائيکلو پيډيا وه وئيلے شي نو مبالغه به نه وي، مکـتبة الـمدينه پۀ دې کښې موجوده يوه رساله پۀ نوم د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه سوال جواب د چاپ کولو سعادت حاصل کړے دے، دا رساله پۀ مختلفو موضوعاتو باندې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پۀ شوؤ سوالونو او د هغې پۀ جوابونو باندې مشتمله ده. تاسو دا رساله د مکـتبة الـمدينه د هرې يوې څانګې نه پۀ 70 روپۍ پۀ بيغه اخستے شئ. دا رساله هم نن واخلئ! پخپله يـې هم ولولئ! او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي. ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
حِلم د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دے