Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

تیرا علم و فضل و شان و شوکت و جاہ و حشم                                                       شش جہت پر ہے عیاں  احمد رضا خاں  قادری

دے مبارکباد ان کو قادری رضوی جمیلؔ                                                           جن کے مرشد ہیں  میاں  احمد رضا خاں  قادری([1])

  وضاحت: د عِلمِ دِين باغ، د دې باغ ګلونه تقسيموونکے، د الله پاک پيژندګلو لرونکے، د نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نائب، بلکې د انبيائے کرامو وارث ته احمد رضا خان قادري وئيلے شي، د هغوئي عِلم او فضل، شان او شوکت پۀ هر لور عام دے، اے جميل قادريؔ! هٰغه خوش قِسمتو ته مبارکي ورکړه! د چا پير چې احمد رضا خان قادري دے.

د حق پيژندلو طريقه

  چا پوښتنه کړې وه چې خلق پۀ فرقو کښې تقسيم شوي دي نو حق څنګه و پيژنو؟ جواب ورکوونکي ډير ښکلے جواب ورکړو، اوئې وئيل: خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جنَّتي ډله ښودلې ده چې مَا اَنَاعَلَیْہِ وَ اَصْحَابِیْ يعنې کومه چې زما پۀ طريقه باندې ده، زما د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ لاره باندې ده، هٰغه جنَّتي ډله ده. تفصيلي عقيدے او نظريې خو پۀ خپل ځائے باندې دي خو د پوهه کولو د پاره يو وړوکے شان مثال پۀ خپل ذِهن کښې ساتئ! د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم شپه ورځ وظيفه وه، پۀ وړه وړه خبره به يـې وئيل:   فِدَاکَ اُمِّیْ و اَبِیْ یَارَسُوْلَ اللہِ يعنې يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما مور پلار دې پۀ تاسو باندې قربان شي.

  ويونکي وه وئيل چې بس دې يوې خبرې ته وګوره چې پۀ اوسني وخت کښې د چا پۀ ژبه باندې دي؟ پۀ برصغير کښې ډير لوئي لوئي اديبان هم تير شوي دي، ډير لوئي لوئي شاعران هم راغلي دي، ډير لوئي لوئي ليکوال هم تير شوي دي، ډير لوئي لوئي  محققين هم تير شوي دي خو پۀ دې زمکه باندې يو اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه     دے چا چې وه وئيل:

کروں تیرے نام پہ جاں فدا، نہ بس ایک جاں دو جہاں فدا


 

 



[1]... قبالۂ بخشش، صفحہ:344.