Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

عقيدت مندو ته بلکې هم ټولو عاشقانِ رسول ته د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   د لَمَن نيولو فرمائي. هغوئي فرمائي: اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږ د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   لَمَن نيولې ده نو وَاللہ، بِاللہ، تَاللہ دا مو څۀ تيندک نه دے خوړلے، (دا د اميرِ اهلِ سُنَّت کمال محبت دے چې دوئي دَامَتْ بَرَکَاتُھُمُ الْعَالِیَه درې ځله د الله پاک قَسَم وخوړلو چې مونږه د امام احمد رضا خان صاحب لَمَن نيولې ده نو تيندک [ټوکر] مو نۀ دے خوړلے)، نور فرمائي: بلکې مونږ د دې دَر د پاره دُنيا غورځولې ده. الله دې کړي چې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   لمن زمونږ د لاسونو نه خلاصه نۀ شي، زمونږ د لاسونو نه خلاصه نۀ شي، د هغوئي دروازه پۀ مضبوطۍ سره نيول دي چې یَکْ دَرْگِیْر مُحْکَم گِیْر يعنې هم يوه دروازه اونيسه خو پۀ مضبوطۍ سره يـې اونيسه. چې تعليم يـې هم اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   راکړے دے. دا هم ټيک نو هغه هم ټيک نه دي بلکې څۀ چې رضا وه وائي هم هٰغه ټيک دي ځکه چې رضا هيڅ خبره د قرآن او حديث خلاف نه کوي. چې کله مونږ د هغوئي فتاویٰ، د هغوئي کتابونه او د هغوئي سيرت ولوستلو نو مونږ پۀ دې خبره باندې پوهه شو چې د رضا د خُلې نه هٰغه ووځي د څۀ تائيد او تصديق چې د قرآن او حديث نه کيږي. ځکه پۀ رضا باندې خپلې سترګې بندې کړئ، که چرې سترګې وغړوئ نو هسې نه چې مشکل راپيښ شي او د زړۀ سترګې بندې شي لہٰذا سترګې پټې کړئ او پۀ رضا پسې وروستو وروستو ځئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د غوثِ پاک تر لمنې پورې به ورسئ او غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   به مو د خپل نيکه بابا جان، رحمتِ عالميان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تر ښپو پورې بوځي.

باغِ جنّت میں محمد مسکراتے جائیں گے                                                          پھول رحمت کے جھڑیں گے، ہم اُٹھاتے جائیں گے

  د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نه پوښتنه وکړے شوه چې پۀ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   باندې د سترګو بندولو مطلب څۀ دے؟ اوئې فرمائيل: د دې مطلب دا دے چې مونږ پۀ