Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

دهمکي ورکړله، ايموشنل بليک ميل يـې کړو، اوئې وئيل: اے سَعد! ته به دا دِين پريږدې ، که چرې تا دا دِين پرې نه ښودلو نو زۀ به خوراک څښاک پريږدم او د لوږې نه به مړه شم، داسې به زما پۀ وجه تا ته بد رد وئيلے کيږي او خلق به تا ته  د مور قاتل وائي. ([1])

  حضرت سَعد بن اَبِي وَقاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير پريشانه شو، چې څۀ وکړم؟ يو اړخ ته مور ده، بل اړخ ته دِينِ اِسلام دے، دوه لارې دي چې کوم طرف ته لاړ شم. پۀ دې مشکل وخت کښې الله پاک د قرآنِ کريم آيت نازل کړو، ارشاد وشو:

وَّ اتَّبِـعْ سَبِیْلَ مَنْ اَنَابَ اِلَیَّۚ- (پارہ:21، سورۂ لقمان:15)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او زما طرف ته د رجوع کوونکي کس پۀ لاره ځه.

يعنې اے سَعد (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ)! د خپلې مور پۀ وجه دِينِ اِسلام مۀ پريږده! بلکې د هٰغه   (ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) پۀ لاره باندې روان شۀ چا چې زمونږ طرف ته  رجوع کړې ده.([2])

دلته هم وګورئ! شخصيات وښودلے شول، رول ماډل وښودلے شول او تر قيامته پورې دا اُصُول مونږ له راکړے شو چې که هره زمانه وي، هر يو دور وي، هره يوه صدي وي، که هر څومره فتنے راپيدا کيږي، دا غور وکړئ چې د الله پاک طرف ته  رجوع کوونکے څوک دے، څوک چې د الله پاک طرف ته رجوع کوونکے دے، پۀ هغۀ پسې ځئ! هم دا د نيغې لارې پيژندګلو ده.

  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې نه دا معلومه شوه چې الله پاک پۀ هر دور کښې داسې د اوچتې مرتبے خلق پيدا کوي پۀ چا باندې چې د الله پاک لوئي انعام وي، څوک چې د الله پاک طرف ته  رجوع  کوونکي هم وي، پۀ هر دور کښې هٰغه هستيانې د حق پيژندګلو وي، د حق معيار وي او پۀ دوئي پسې روان د نيغې لارې مسافر جوړيږي.


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:20، صفحہ:331.

[2]...روح المعانی، پارہ:21، سورۂ لقمان، زیرِ آیت:15، جلد:11، صفحہ:118، 119.