Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د دې آيت کوم تفسير بيان کړو، د هغې مطابق پۀ دې آيت کښې د صادقين (يعنې رښتينو) نه 3 قِسمه خلق مُراد دي: (1): صحابۀ کرام (2): عاشقانِ رسول عُلَما او (3): اولیائے کرام۔ اوس به د آيت معنیٰ دا جوړيږي: اے ايمان والؤ! د صحابؤ سره شئ، اے ايمان والؤ! د علماؤ سره شئ، اے ايمان والؤ! د اولياءُ الله سره شئ۔ ([1])

 نور فرمائي: بيا پۀ دې ځائے کښې د پوهې يوه بله خبره ده، هغه دا ده چې سره کيدلو نه څۀ مُراد دے؟ عموماً د چا سره د کيدلو دوه مطلبونه وي: (1): جسماني طَور ورسره کيدل (2): د زړۀ پۀ طور ورسره کيدل۔ يقيناً چې پۀ جسماني طور باندې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُم قُرب حاصل شي، د عاشقانِ رسول علمائے کرامو صحبت نصيب شي، د اوليائے کرامو صحبت نصيب شي نو بے شکه دا ډيره د سعادت خبره ده خو پۀ آيت مبارک کښې صرف پۀ جسماني طور ورسره کيدل مُراد نه دي بلکې د دې نه مُراد دے: د زړۀ نه د صحابۀ کرامو، علمائے کرامو او اوليائے کرامو سره ورسره کيدل۔ مقصد دا دے چې اے ايمان والؤ! د صحابۀ کرامو سره، د علماؤ سره، د اولياؤ سره * د زړۀ نه محبت ساتئ * کومې عقيدے چې د دوئي دي، هغه عقيدے اختيار کړئ * د دوئي چې کوم نظريات دي، هغه نظريات اختيار کړئ * د دوئي پۀ تعليماتو باندې عمل وکړئ * د دوئي پۀ شان اخلاق اختيار کړئ * د دوئي پۀ شان کردار جوړ کړئ * د دوئي د سيرت نه رڼا حاصله کړئ * پۀ ظاهر کښې * پۀ باطن کښې پۀ هر لحاظ سره د دوئي سره محبت وکړئ * دا پاک بندګان چې د کومې لارې مسافر دي، تاسو هم د هٰغې لارې مسافر جوړ شئ * او پۀ کوم انداز چې دوئي ژوند تير کړے دے، تاسو هم د هغې نه راهنمائي حاصله کړئ او هم پۀ


 

 



[1]... تفسیر نعیمی، پارہ:11، سورۂ توبہ، آیت:119، جلد:11، صفحہ:123-128۔