Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

وخت اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زر زر تشريف راوړلو۔ هٰغه وخت مولانا قَناعت علي ما ته ووئيل: پۀ دې تنګ وخت کښې وګوره چې اعلیٰ حضرت   رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښۍ ښپه پۀ جومات کښې وړومبے ږدي او که ګڅه۔۔۔!! بيا زمونږ نظر د هغوئي د ښپو مبارکو طرف ته وو۔ سُبْحٰنَ اللہ! قربان شم! د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سُنَّتو سره څومره ځانګړے محبت وو * بيا چې جومات ته کوم وخت ښپه مبارکه رارسي نو ښۍ ښپه * د جومات پۀ فرش ښپه ږدي نو هم ښۍ ښپه * د فرش د يوې حصے نه چې بلې حصې ته کومه ښپه رسي نو هغه هم ښۍ ښپه * وړاندې پۀ دالان کښې يو صف غوړيدلے وو، پۀ هغې چې ښپه ږدي نو هم ښۍ ښپه او پۀ دې باندې يـې بس نه کړل     * پۀ هر صف باندې يـې وړومبے ښۍ ښپه کيښودله * تر دې پورې چې مِحرَاب ته يـې تشريف راوړلو * پۀ مصله باندې چې يـې ښپه کيښودله نو هغه هم ښۍ ښپه وه۔ ([1])

 سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! سُنَّت خو دا دي چې کله جومات ته داخل شې نو وړومبے ښۍ ښپه دننه کيږدې، د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سُنَّت سره محبت ته وګورئ چې څومره هم تادي وي، پۀ ظاهره د بے خيالۍ ډير امکان وي خو * د هغوئي پۀ سوچونو کښې * د هغوئي پۀ عادتونو کښې * د هغوئي پۀ خيالونو کښې به هر وخت د سُنَّتو تصورات اوسيدل، پۀ داسې تادۍ کښې هم د جومات پۀ هره هره حصه باندې د ښۍ ښپې نه ابتدا کوي۔

کاش چې زمونږه هم د جومات داسې ادب نصيب شي۔ آه! نن سبا خو حالات ډير خراب شوي دي، خلقو ته د جومات د احترام ډيره کمه پته وي۔ * جومات ته د داخليدو سُنَّت څۀ دي؟ * د جومات نه د بهر وتلو سُنَّت څۀ دي؟ * جومات کښې د ايساريدو سُنَّت څۀ دي؟ ډيرو کمو خلقو ته د دې معلومات وي، بيا حالاتو ته هم وګورئ! * څوک پۀ جومات


 

 



[1]... فیضانِ اعلی حضرت، صفحہ:425۔