Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

وفرمائيل: چې کله څوک جنَّتي کَس وفات شي، نو الله پاک حيا فرمائي چې هٰغه خلقو له عذاب ورکړي کوم چې د هغۀ جنازه وړي او کوم چې پۀ هغې پسې وروستو روان وي او څوک چې د هغۀ جنازه وکړي۔ ([1])* پۀ يو بَل حديثِ پاک کښې دي: کوم کَس چې (د ايمان د تقاضې ګڼلو سره او د ثواب حاصلولو پۀ نيت) د خپل کور نه د جنازې سره روان شي، جنازه وکړي او د دفن کيدو پورې د جنازې سره پاتې شي د هغۀ د پاره دوه قِيراطه ثواب دے، پۀ کوم کښې چې هر قِيراط د اُحُد (د غر) برابر دے او کوم کَس چې صرف جنازه وکړي او واپس لاړ شي نو د هغۀ د پاره يو قِيراط ثواب دے۔ ([2])

وګورئ چې دا څومره ښکلي ښکلي فضائل دي، د جنازې کولو څومره نيکۍ دي۔۔۔!! مونږ چې د چا جنازه وکړو، څۀ پته لګي چې هغۀ جنَّتي وي او د هغۀ پۀ برکت مونږه هم اوبخښلے شو۔۔۔!! خو افسوس چې مونږ له خو جنازه کول هم نۀ راځي، مونږ ته خو د جنازې دعاګانې هم يادې نه دي۔ خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له دا خبرې زده کول پکار دي! مونږ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان يو او د مسلمان د پاره خو دا ټولې بنيادي خبرې دي * چې د اوداسه طريقه مونږ له راځي * د اوداسه فرائض راته معلوم وي * د اوداسه سُنَّت راته معلوم وي * د نـمونځ طريقه راله راځي * د نـمونځ فرائض او واجبات مونږ له راځي * د صحيح تجويد او قراءَت سره مو د قرآنِ کريم لوستل زده کړي وي * جنازه مونږ له راځي * د اوده کيدو، راپاڅيدو * خوراک څښاک * کور ته د راتللو * د کور نه د تللو وغيره څۀ بنيادي بنيادي سُنَّت هم مونږ ته ياديدل پکار دي۔

 د دې ټولو د زده کولو يوه اسانه طريقه عرض کړم؟ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول دِيني تحريک


 

 



[1]... اَلْفِردَوس بمأثور الْخِطاب ج ۱ ص ۲۸۲ حدیث ۱۱۰۸۔

[2]... مُسلِم ص ۴۷۲ حدیث ۹۴۵۔