Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

باندې به يـې چک لګولو او څۀ اواز به يـې نه کولو * خُلې ته د اوبو اچولو پۀ وخت به يـې ګڅ لاس د ګيرې پۀ ويښتو باندې کيښودلو او د سر ښکته کولو سره به يـې اوبه د خُلې نه غورځولې * د قبلې طرف ته يـې چرې هم لاړې نه توکلې * د قبلې طرف ته به يـې چرې هم ښپې نه غزولې * جَمعه به يـې د عمامې  سره ورکوله            * مسواک به يـې کولو * د هغوئي ظاهر او باطن يو وو، څۀ چې به يـې پۀ زړۀ وو هم هغه به يـې پۀ خُله وو، څۀ به يـې چې پۀ خُله باندې فرمائيل، پۀ هغې باندې به يـې عمل هم کولو * د دِين پۀ معامله کښې به يـې د چا مخ ملازه نه کوله * هغوئي د غير مسلمو پۀ حق کښې ډير سخت وو خو د سُنّي عاشقانِ رسول پۀ حق کښې ډير شفيق او نرم زړۀ والا وو * د عاشقانِ رسول علمائے کرامو سره چې به يـې ملاقات کيدلو نو هغوئي ته به يـې د کتلو سره زړۀ باغ باغ کيدلو او د هغوئي به يـې کمال عزت کولو * که څوک صاحب به د بيت الله شريف د حج کولو نه پس د هغوئي پۀ خدمت کښې حاضر شو نو د هغوئي نه به يـې وړومبے دا پوښتنه کوله چې د سيدِ عالم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بارګاه مبارکې ته دې حاضري کړې وه؟ که هغۀ به آؤ وکړل نو فوراً به يـې ورله ښپې ښکلولې۔ * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ميلاد مبارک محفل کښې به تر آخره پورې پۀ دواړو زنګونانو (يعنې د التحيات پۀ شکل کښې) کښيناستلو، صِرف د صلوٰة و سلام پۀ وخت به ودريدلو * د هغوئي د دربار نه به څوک هم خالي لاسونه نه تلل۔ ([1])

حُسنِ سیرت سے مُزَّین تھے اِمام احمدرضا   مُنْفَرِد اُن کے خَصائل اور نِرالی تھی ادا

اُن کی جملہ خوبیوں پر خوبیوں کو نَاز تھا     کیونکہ اُن کی زندگی کا مُنْفَرِد انداز تھا

پیکرِ خُلق و مُرَوَّت، ذات تھی قُدْسِی صِفات  عِطر آگیں اور پاکیزہ تھے اوراقِ حیات


 

 



[1]... ماخوذ از فیضان اعلیٰ حضرت، ص 110-113 بتغیر و حیات اعلیٰ حضرت، 1/143(کشمیر انٹر نیشنل پبلیشرز)۔