Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

   وضاحت: رحمت او کرم کوونکي آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې د الله پاک د نعمتونو تقسيمولو د پاره کوم طرف ته هم تشريف يوړلو، نو د هغوئي د رحم او کرم ليکونکي هم خپل قلم راواخستو او د هغوئي سره هٰغه طرف ته روان شو۔

سُبْحٰنَ اللہ! دا دي د محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خزانے، کومې چې هغوئي ته عطا کړے شوې دي، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې چرته هم وي، ټولې خزانے ورسره وي، سوالګيري غواړي او هغوئي يـې ورعطا کوي۔

(4): مَحْبُوبِ خُدا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حاضِر او ناظِر دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اُحُد د شهيدانو د جنازې والا حديثِ پاک کوم چې مونږه واوريدو، پۀ هغې کښې خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي           صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه خبره دا هم وفرمائيله چې وَاَنَا ‌شَهِيدٌ ‌عَلَيْكُمْ  وَاِنِّي وَاللَّهِ لَاَ نْظُرُ اِلَی حَوْضِي اَلْآنَ يعنې اے زما صحابؤ! زۀ به ډير زر د دُنيا نه پرده وکړم خو دا مۀ ګڼئ چې تاسو به زما د نظر نه پناه شئ، نۀ۔۔۔!! نۀ۔ اَنَا ‌شَهِيدٌ ‌عَلَيْكُمْ زۀ پۀ تاسو باندې ګواه يم (تر قيامته پورې راتلونکے زما اُمَّت چې څۀ کوي، زۀ پۀ هغې ټولو باندې ګواه يم)، زما شان دا دے چې پۀ خدائے مې دې قَسم وي! زما حوضِ کوثَر کوم چې به د قيامت پۀ ميدان کښې وي، زۀ هغه نن او اوس هم دا وخت د دلته نه  وينم۔

چې زۀ  د دې دُنيا  نه د قيامت حالات ليدلے شم نو  د عالَمِ برزخ نه  پۀ دې دُنيا کښي موجود اُمَّت به هم ضرور وينم۔

شش جِہَت سمتِ مُقابلِ شب و روز ایک ہی حال             دُھوم  وَالنَّجْم میں ہے   آپ   کی  بینائی  کی([1])

  وضاحت: دا مونږ يُو چې مونږ ته صرف هٰغه څۀ پۀ نظر راځي، کوم چې زمونږ د سترګو د وړاندې وي خو د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر دا کمال


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:154۔