Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi
برستا نہیں دیکھ کر اَبرِ رَحمت بدوں پر بھی برسا دے برسانے والے
تُو زندہ ہے واللہ تُو زندہ ہے واللہ مِرے چشمِ عالَم سے چھپ جانے والے([1])
وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د کائنات(Universe) هر څيز ستاسو د نُور نه رڼا اخستې ده، اے هر څيز ته نُور عطا کوونکيه نُوراني نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما زړۀ هم روښانه کړئ! ستاسو د رحمت نه څوک هم محرومه نۀ پاتې کيږي، د خپل رحمت باران پۀ مونږ باندې هم وکړئ! پۀ الله پاک باندې مې دې قَسم وي! تاسو ژوندي يئ، بس هم زما سترګې تاسو نشي ليدلے۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُحُد پۀ شهيدانو باندې خصوصي کرم وو چې کله دا حضرات شهيدان شول نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي جنازه وکړله او د هغوئي قبرونه يـې پۀ نُور باندې منور کړل، بيا يـې د خپل ظاهري ژوند مبارک پۀ آخرو ورځو کښې بيا د هغوئي جنازه وکړله د پاره د دې چې نُوْرٌ عَلیٰ نُوْرٌ يعنې د مخکښې نه څو چنده زيات نُوراني شي۔
جاں نثارانِ بدر و اُحد پر درود حق گزارانِ بیعت پہ لاکھوں سلام
(2): د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت سره محبّت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُحُد د شهيدانو جنازه وکړله، بيا يـې منبر ته تشريف يوړلو۔ پۀ خطبه کښې يـې وفرمائيل: اِنِّی فَرَطٌ لَکُمْ بے شکه زۀ ستاسو فرط يم۔
هٰغه کَس کوم چي مخکښې لاړ شي او د وروستو راتلونکو د پاره انتظامونه کوي، هغۀ