Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi
کښې د حاضِر او ناظِر کيدلو شان پۀ دې انداز باندې دے چې څوک هم عالَمِ برزخ ته رَسي، د هغۀ د نظر نه هم پردے لرې کيږي، هغۀ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم ويني۔ د دې مضمون حديثونه ډير مشهور دي، ماشوم ماشوم ته معلومه ده چې کله مړے قبر ته کوز کړے شي، خلق پرې خاورې واړوي او واپس راځي نو قبر ته مُنْکَر نَکِیْر يعنې پوښتنې کوونکې فرښتے راځي،او د مړي فرښتے پوښتنه کوي: مَا کُنْتَ تَقُوْلُ فِیْ ہٰذَ الرَّجُل يعنې دا چې کوم د ښکلي ښکلي او ښائسته ښائسته مخ والا شخصيت دے يعنې محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (کوم چې تا ته ښودلے کيږي) تا به پۀ دُنيا کښې د دۀ پۀ باره کښې څۀ وئيل؟ ([1])
د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا شان دے چې * که مشرق وي او که مغرب وي * شُمال وي او که جُنوب وي * روزانه پۀ زرګونو نۀ بلکې پۀ لکونو خلق د دُنيا نه ځي * پۀ لکونو خلق قبرونو ته کوزيږي * کيدے شي چې څۀ داسې ساعت نه وي پۀ کوم کښې چې مړے قبر ته نه کوزيږي، د مختلفو رپورټونو ترمخه پۀ هر منټ کښې پۀ ټوله دُنيا کښي يوه خودکشي کيږي * دا خودکشۍ کوونکي * پۀ حرام مرګ مړه کيدونکي خو هم قبر ته کوزيږي * غرض دا چې هر ساعت مړي کيږي * مړي قبرونو ته کوزيږي * فرښتے د هغوئي قبرونو ته راځي او رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ هر يو قبر کښې خپله جلوه ښکاره کوي او پوښتنې کيږي: مَا کُنْتَ تَقُوْلُ فِی ِ ہٰذَ الرَّجُل (يعنې اے مړ شويه، اے قبر ته کوز شويه) وه وايه! پۀ دُنيا کښې به دې د دې محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ باره کښې څۀ وئيل۔
د مغلو يو بادشاه تير شوے دے: جهانګير۔ يو ځل د هغۀ پۀ ذِهن کښې يو سوال راغلو