Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اوس دلته زمونږ د پاره هم د سوچ يوه خبره ده، د فِکر خبره ده۔ دا پخه خبره ده چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږه ويني بلکې شاه عبد العزيز محدِّثِ دهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اے خلقو پۀ تاسو کښې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د نبوت پۀ نُور سره د هر پرهيزګاره مرتبه او مقام معلوم دے او دا ورته هم معلومه ده چې زما فلانکے اُمَّتي کومې درجے ته رسيدلے دے او دا چې د هغۀ د ايمان حقيقت څۀ دے او دا ورته هم معلومه ده چې زما د فلانکي اُمَّتي پۀ ترقۍ کښې فلانکے څيز خنډ [يعنې رکاوټ] جوړ شوے دے۔ بس نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو ګناهونه، د ايمان درجې، ښه او بد اعمال او ستاسو خلوص او منافقت پيژني۔ ([1])
امام جَلَالُ الدِّين سيوطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: بے شکه زمونږه نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل وفات نه پس هم ژوندے دے او د خپل اُمَّت د نيکو ليدلو سره خوشحاليږي او د دوئي د نافرمانو ليدلو سره غمژن کيږي۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د فِکر خبره دا ده چې خدائے دې نه کړي که اُمَّتي نـمونځ نه کوي نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې ويني * کۀ اُمَّتي روژې نه نيسي نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې ويني * کۀ اُمَّتي د تِلاوت نه مخ اړوي نو خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې ويني * که اُمَّتي د سود لين دين کوي نو خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې ويني * که اُمَّتي دروغ وائي نو خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترينه خبريږي * که اُمَّتي پۀ ناپ تول کښي کمے کوي نو خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې ويني * که اُمَّتي مور پلار تنګوي نو خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې ويني * که يو