Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

پۀ فيضان پۀ يو وخت کښې ډيرو ځايونو ته تللے شم نو زما محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم پۀ يو وخت کښې پۀ ډيرو ځايونو کښې جلوه فرمائيلے شي۔ ([1])

(3): د عالَمِ آخرت مُشَاهَدہ

   خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اوس وګورئ چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عالَمِ آخرت مُشَاهَده څنګه ده؟ د جنَّت، دوزخ او د آخرت پۀ باره کښې چې نور کوم څيزونه دي، نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه څنګه ويني؟ مُسلِم شريف کوم چې د حديثِ پاک ډير معتبر کتاب دے، پۀ دې کښې روايت دے۔ مشهور صحابئ رسول حضرت جابِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ راوي دے۔ واقعه څۀ داسې وشوه چې د خوږ نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري ژوند پۀ زمانه کښې نمر تندر ونيولو۔

د نمر تندر نيولو نـمونځ کول سُنَّت دي۔ ([2]) نو رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کَسُوف د نـمونځ (يعنې د نمر د تندر نيولو د نـمونځ) جَمعه ورکړله۔ 6 رکعته نـمونځ وکړے شو۔ صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وائي: معلومه نه ده چې پۀ نـمونځ کښې څۀ وشول چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شاته کيدل شروع کړل۔

صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بے مثاله عاشقانِ رسول وو، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ اِشارو باندې به يـې عمل کولو، چې کله هغوئي وليدل چې محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان    صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شاته کيږي نو ټولو شاته کيدل شروع کړل۔ نـمونځ جاري وو، حُضُورِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم شاته کيږي، صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم شاته کيږي۔ څومره شاته لاړل؟ صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د ټولو نه آخري صَف چې چرته وو، رسول الله       صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تر هغې پورې راشاته شولو۔ بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مخکښې تلل


 

 



[1]... حاضر و ناظر (مفتی امین صاحب)، صفحہ:25۔

[2]... بہارشریعت، حصہ چہارُم، ج ۱، ص ۷۸۷۔