Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

وضاحت: کوم بنده چې د جُمعې پۀ ورځ دُرُود او سلام لولي بيا څنګه کيدے شي چې هغۀ ته د دوزخ د وور نه نجات حاصل نشي، اے خلقو! که چرې تاسو غواړئ چې ستاسو دعاګانې قبولې شي نو د جُمعې پۀ ورځ هر وخت دُرُودِ پاک لولئ، د جُمعې پۀ ورځ د دُرُودِ پاک د لوستلو دا فضيلت دے چې پۀ دې ورځ باندې نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُرُودِ پاک پخپله اوري۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!       ***      صَـلَّـی اللهُ    عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

     اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه كوو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!       ***      صَـلَّـی اللهُ    عَلـٰی   مُـحَـمَّد

زۀ حوضِ کوثَر وينم

     د حديثِ پاک پۀ مشهور کتاب بُخاري شريف کښې حديثِ پاک دے او اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا روايت پۀ بُخاري شريف کښې 3 کرته ذِکر کړے دے۔ د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري ژوند مبارک (fhysical Life)د آخرۍ ورځو واقعه ده او دا بيان کړې ده: صحابئ رسول حضرت عقبه بن عامِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ۔ فرمائي: يوه ورځ خوږ


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔