Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

کښې څۀ کيدونکي دي، هٰغه هر څۀ يـې هم ليدل او صرف لوئي لوئي واقعات يـې نۀ، غټ غټ څيزونه يـې نۀ بلکې د دې زمکې پۀ وړو وړو ذرو کښې چې به کومې بدليانې راځي، هٰغه هر څۀ يـې هم ليدل۔

آنکھیں یہ نہیں سبزئہ مُژگاں کے قریب چرتے ہیں فضائے لامکاں میں آہُو([1]

  وضاحت: د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا مبارکې سترګې، دا عامې سترګې مۀ ګڼه دا خو د لامکان پۀ وَښو کښې ګرځيدونکې هوسۍ ده د کومو نه چې هيڅ خبره پټه نه ده۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا زما د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حاضِر او ناظِر شان دے، د قيامت د نخښو پۀ باره کښې علمائے کرامو ډير زيات کتابونه ليکلي دي، تاسو هغه ولولئ او وګورئ! معلومه به درته شي چې تر قيامته پورې څۀ کيدل وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څومره پۀ تفصيل سره هٰغه ټول بيان کړل او څنګه چې يـې فرمائيلي وو، بالکل هم هٰغسې نن کيږي هم، دا د دې خبرې دليل دے چې رسول الله           صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تر قيامته پورې هره يوه زمانه پۀ تفصيل سره ليدله۔

(2): د عالَمِ برزخ مُشَاهَدہ

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو جهانونو نبي دے، د ټولو جهانونو د پاره حاضِر او ناظِر دے۔ دا دُنيا چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ کوم تفصيل سره ويني، دا خو مونږ واوريدل، د دې نه پس د عالَمِ برزخ خبره راځي۔ عالَمِ برزخ يعنې د مرګ نه واخله تر د قيامت پۀ ورځ د راپاڅيدو پورې چې کومه موده ده، دې ته برزخ وئيلے شي۔ پۀ دې دُنيا کښې خو دا انداز دے چې د ټولو نه آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حاضر هم دے، ناظِر هم دے، هغوئي مونږه ويني خو چې مونږ هغوئي وه وينو دا ضروري نه ده خو پۀ عالَمِ برزخ


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:488۔