Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

دے چې هغوئي بره، ښکته، ښي، ګڅ، مخکښې وروستو هر طرف ويني، شپږ واړه اړخونه (يعنې ښۍ، ګڅ، بره، ښکته، مخکښې، وروستو) د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره داسې دي لکه څنګه چې د عامو سترګو د پاره مخې ته اړخ وي او دا داسې نه ده چې څۀ وخت وي بلکې شپه ورځ، هر وخت، هر سعت د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاک نظر دا کمال دے۔ که د دې دليل ګورئ نو 27 سيپاره، سورۀ وَ النَّجم ولولئ، الله پاک پۀ دې سورت کښې د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ليدلو د قوت کمال بيان کړے دے۔

حاضِر او ناظِر څۀ ته وئيلے شي۔۔۔؟

     خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې الله پاک پۀ خپله عطا محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حاضِر او ناظِر جوړ کړے دے۔ د حاضِر او ناظِر مطلب دے چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مدينه مُنَوَّره کښې، د ګنبد خضریٰ د لاندې، پۀ خپل نوراني مزار کښې تشريف فرما دے او د هلته نه* ټول جهان * زمکه او اسمان * عرش او کُرسي * لوح او قلم د خپل لاس د تَلي پۀ شان ويني او د لرې او نزدې اوازونه اوري، که غواړي نو جواب هم عطا کوي۔ ([1])

 دلته دا خبره ياد ساتئ چې بعضې خلق ګمان کوي چې حضورِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ هر ځائے کښې د بدن مبارک سره موجود دے،ْ دا غلطه نظريه ده۔ رسول الله        صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مدينه مُنَوَّره کښې هم پۀ خپل نُوراني مزار کښې تشريف فرما دے، د هٰغه ځائے نه ټول ويني هم، هر څۀ اوري هم، البته! که خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وغواړي نو پۀ يو وخت کښې ډيرو ځايونو ته تشريف وړلے شي۔ ([2])


 

 



[1]... جاء الحق، ص 116 ملخصاً ۔

[2]... من عقائد اہل السنۃ، ص 318 ملتقطاً ۔