Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi
به مو نصيب شي۔ د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار:
د تفسير اوريدو او نورو ته د اورولو حلقه۔
پۀ کومه کښې چې د قرآنِ پاک 3 آيتونه * د هغې د ترجمه او (خزائن العرفان يا صِرَاطُ الجِنان) تفسير اوريدے او اورولے شي۔ * د فيضانِ سُنَّت نه دَرس کيږي * شجره شريف لوستلے کيږي * دُعا کيږي او * پۀ آخره کښې د اشراق او څاخت نفلونه هم ادا کولے شي۔
تاسو هم پۀ دې دِيني کار کښې حصه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي * د حديثِ پاک مطابق څوک چې سحر جومات ته د نيکۍ زده کولو د پاره لاړ شي، هغۀ ته د عمرے ثواب ميلاويږي ([1]) * سحر به مو پۀ نيکو کښې تير شي نو برکت به درنصيب شي ټوله ورځ به مو ښه تيريږي * سحر سحر به درته د عِلمِ دِين زده کولو موقع درنصيب کيږي * د شجره شريف پۀ شکل کښې به د نيکانو بندګانو ذِکر کيږي * د هغوئي محبت به مو پۀ زړۀ کښې کښيني * د اوليائے کرامو رُوحاني توجه به درنصيب کيږي * ايمان به مو تازه کيږي * د هغوئي پۀ وسيله باندې شوې دعاګانې به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پوره کيږي * يو لوئي برکت دا دے چې د سحر د نـمونځ نه د اشراق نـمونځ پورې پۀ جومات کښې ايساريدل د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي پۀ دې باندې به د عمل کولو سعادت درنصيب کيږي * د حديثِ پاک مطابق څوک چې د سحر د نـمونځ نه پس پۀ ذِکرُ الله کښې مشغول شي، بيا د اشراق او څاخت نفلونه وکړي، هغۀ ته به د دوزخ وور نه ورنزدې کيږي۔ ([2])
يو اِسلامي ورور تقريباً د 14 کالو نه پۀ بهر ملک کښې اوسييږي، چرته چې د هغۀ خپل