Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

کاروبار دے، يو ځل هغوئي ته پۀ خپله کارخانه کښې د کار کوونکو ضرورت پيښ شو۔ هغوئي د ويزو د پاره بيا بيا درخواستونه جمع کړل، خو د ډيرو کوششونو باوجود ورته ويزې ميلاؤ نه شوې۔ ډير کلونه هم داسې تير شول، هغۀ ډير پريشانه وو ځکه چې د ملازمانو د نشتوالي پۀ وجه هغۀ نقصان کولو۔ خير هغوئي همت وکړو او يو ځل يـې بيا درخواست جمع کړو۔ پۀ دغه وخت د يو اِسلامي ورور پۀ مشوره باندې هغۀ د شجره قادِريه عطاريه نه د شجرۀ عاليه د دُعائيه شعرونو لوستلو مشوره ورکړه۔ هغوئي د شجرې شريف نه دُعائيه شعرونه بغير د پريښودو نه لوستل شروع کړل۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د شجره قادِريه رضويه ضيائيه عطاريه لوستلو پۀ برکت د هغۀ هٰغه کار کوم چې د ډيرو کلونو نه نۀ کيدو، پۀ حيرانۍ سره پۀ يو څو ورځو کښې وشو او هغۀ ته ويزې هم ميلاؤ شوې۔

مُشکلیں حَل کر شَہِ مُشکل کُشا کے واسِطے    کر بَلائیں رَد شہیدِ کربَلا کے واسِطے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!       ***      صَـلَّـی اللهُ    عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د صِرَاطُ الـجنان ايپلي کيشن تعارف

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي مونږ ته د جديد ټيکنالوجۍ پۀ ذريعه هم د عِلمِ دِين ښودلو او د نيکۍ د دعوت عام کولو موقعې راکوي۔ د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے شوے دے، د کوم نوم چې Sirat ul Jinan Quran & Tafsir (صِرَاطُ الـجنان قرآن اينډ تفسير) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې * مکمل قرآنِ کريم * د اعلیٰ حضرت، اِمام اهلِسُنَّت، شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلې ترجمۀ کنز الايمان * اسانه ترجمه کنز العرفان او * پۀ اسان انداز کښې ليکلے شوے تفسير صِرَاطُ الـجنان شامل دے۔ * قرآنِ کريم، ترجمه او تفسير پۀ آډيو (Audio) کښې هم اوريدے شئ۔ * هره ورځ تلاوت کيدونکي سورتونه بيل جمع کړے شوي دي * د مَدَني چينل تفسيرِ قرآن او مختلف قرآني پروګرامونه هم د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه پۀ اسانۍ سره کتے شئ * نور دا چې قرآني آيتونه، ترجمه او تفسير پۀ