Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi
دلته دا مۀ ګڼئ چې د زمکې د خزانو نه مُراد صِرف سره زر او سپين زر وغيره دي۔ نۀ۔۔۔!! نۀ۔۔۔!! بلکې د هر قِسمه نعمتونو خزانے خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عطا کړے شوې دي، هغوئي چې چا ته څۀ وغواړي، عطا کوي يـې۔ ډير مشهور حديثِ پاک دے، حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې به حاضريدلو، حديثونه به يـې اوريدل خو ياديدل به ورته نۀ۔ يوه ورځ حاضر شو، عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! حافِطَه مې کمزورې ده، ستاسو حديثونه اورم خو ياديږي راته نۀ۔
سُبْحٰنَ اللہ! مالِکِ کُل دے، دا يـې اونه فرمائيل: ابو هريره ظاهري څيزونه خو زما نه غواړه درکووم به يـې، دا خو ظاهري مال نه دے، لاړ شۀ! د الله پاک نه يـې وغواړه! نۀ۔۔۔!! دا مالِکِ کُل دے۔ حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته معلومه وه چې ټول نعمتونه الله پاک ورکوي، ميلاويږي د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دَر نه او خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته هم معلومه ده چې د ټولو نعمتونو خزانے زما سره دي، د الله پاک پۀ عطا سره زۀ مالِک او مختار جوړ کړے شوے يم۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته حافِظَه عطا کړله، څنګه يـې عطا کړله؟ دا هم ډيره د کمال خبره ده، اوئې فرمائيل: ابو هريره! څادر وغوړوه! هغوئي څادر وغوړولو۔ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دواړه لاسونه مبارک پۀ هوا کښې خواره کړل، لپه يـې راډکه کړله او پۀ څادر کښې يـې واچوله۔ اوئې فرمائيل: ابو هريره! دا څادر پۀ سينې پورې اونيسه! هغوئي څادر پۀ سينې پورې ونيولو، فرمائي: د هٰغې ورځې نه پس حالت دا شو