Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi

ليدلے، زمونږه يو ويښته چې دے، د دې غټ والے[پيړوالے] 50 مائيکرون وي، اوس لږ غور وکړئ چې زما د لاس پۀ تلي کښې که يو ويښته کيښودے شوے وي، آيا زۀ به هغه نشم ليدلے؟ بالکل به يـې وه وينم۔ اوس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ فرمان مبارک باندې لږ غور وکړئ! اوئې فرمائيل: زۀ ټوله دُنيا داسې وينم لکه څنګه چې د خپل لاس تلے وينم۔

څۀ چې نۀ وو، هغه يـې هم وليدل

    خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اوس د دې حديث شريف پۀ يو بَل اړخ باندې هم غور وکړئ! خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف دا اونه وئيل چې اوس چې پۀ دُنيا کښې څۀ موجود دي زۀ هٰغه هر څۀ وينم بلکې اوئې فرمائيل: (څۀ چې موجود دي، هغۀ خو وينم، د هغې سره سره) تر قيامته پورې چې څۀ کيدونکي دي، زۀ هٰغه ټول هم وينم۔ دا ډيره اهمه خبره ده۔ * سائنس چې هر څومره ترقي وکړي * که هر څومره آلات ايجاد شي * مونږ که هر څنګه مشينونه استعمال کړو * لينز ولګوو خو معدُوم څيز (کوم چې لا پيدا شوے هم نه دے، هغه) مونږ نشو ليدلے۔ نن سبا سائنس ترقي کړې ده، د سټيلائټ پۀ ذريعه ټوله دُنيا پۀ سکرين باندې ليدلے شي خو څۀ چې اوس لاپۀ دُنيا کښې  شته هُم نه، هغه مونږ د سټيلائټ پۀ ذريعه باندې هم نشو ليدلے۔

  فرض کړئ چې پۀ يو ښار کښې يو لوئي ټاور دے، تاسو خو به د سټيلائټ پۀ ذريعه دا ټاور وه وينئ خو يو کال پس به د دې ټاور پۀ ځائے باندې څۀ وي؟ دا تاسو د سټيلائټ پۀ ذريعه هم نشئ ليدلے۔ قربان شم چې دا زمونږ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان دے چې د نن سبا پۀ دې سائنسي دور کښې يـې نۀ بلکې د نن نه تقريباً څوارلس نيم سوه کاله مخکښي  يـې ټوله دُنيا د سټيلائټ پۀ ذريعه نۀ بلکې د الله پاک پۀ ورکړے شوي طاقت سره ليدله او صرف هٰغه وخت يـې نۀ ليدله بلکې تر قيامته پورې چې پۀ دې دُنيا