Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi
مُنَوَّره کښې د اوسيدو باوجود ټول جهانونه څنګه ويني، راځئ چې پۀ دې باره کښې يو څو حديثونه او روايتونه واورو:
پۀ طَبَراني شريف کښې حديث دے، صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمفرمائي: حاضِر او ناظِر نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اِنَّ اللهَ قَدْ رَفَعَ لِيَ الدُّنْيَا فَاَنَا اَنْظُرُ اِلَيْها واِلَى مَا هُوَ كَائِنٌ فِيْهَا اِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ كَاَنَّمَا اَنْظُرُ اِلَى كَفِّيْ هَذِهِ يعنې بے شکه الله پاک زما د پاره دُنيا رااوچته کړله، پس زۀ دا او تر قيامته پورې چې څۀ کيدونکي دي، ټول داسې وينم، لکه څنګه چې د خپل لاس تلے وينم۔ ([1])
فرش تا عرش سب آئینہ ضمائر حاضر بس قسم کھائیے اُمِّی تِری دانائی کی
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زما د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!! ټوله زمکه د کومې ټوله رقبه چې تقريباً 510 ملينه مربع کلو ميټر ده، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مدينه مُنَوَّره کښې د تشريف فرما کيدو باوجود ټوله زمکه داسې ويني، لکه څنګه چې انسان د خپل لاس تلے ويني۔
د ټولو نه وړوکے ښکاره کيدونکے څيز
دلته پۀ يو بَل انداز سره غور وکړئ! سائنس مونږ ته وائي چې د وړوکي نه وړوکے څيز کوم چې انسان ليدلے شي، هغه کم از کم 40 مائيکرون پکار دے۔ دا ميټر کوم چې د کپړې والؤ سره وي، پۀ کوم چې هغوئي کپړې ناپ کوي، چې دا ميټر 10 لاکهه ټوټې کړے شي نو د لسم لاکھ والا چې کومه وړه شان ټوټه وي، هغې ته مائيکرون وئيلے شي، چې 40 مائيکرون څيز وي نو مونږ يـې ليدلے شو، د دې نه وړوکے نشو