Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi
نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم روان شولو، اُحُد مقام ته ورسيدلو، د اُحُد شهيدان (کوم چې د هٰغه وخت نه تقريباً 8 کاله مخکښې شهيدان شوي وو،د هغوي جنازه شوي وه او دفن شوي وو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي) پۀ مزارونو باندې (8 کاله پس) بيا جنازه وکړله، بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم منبر ته تشريف راوړلو او د خطبې ورکولو سره يـې وفرمائيل: اِنِّی فَرَطٌ لَکُمْ (اے خلقو۔۔۔!!) زۀ ستاسو د پاره فرط يم (يعنې ستاسو نه مخکښې تلونکے يم) وَاَنَا شَهِيدٌ عَلَيْكُمْ او زۀ پۀ تاسو باندې ګواه يم وَاِنِّي وَاللَّهِ لَاَ نْظُرُ اِلَی حَوْضِي اَلْآنَ پۀ الله پاک باندې مې دې قَسم وي! بے شکه زۀ دا وخت د دې ځائے نه حوضِ کوثَر وينم وَاِنِّي اُعْطِيْتُ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِ الاَ رْضِ بے شکه ما ته د زمکې د ټولو خزانو کُنجيانې عطا کړے شوې دي وَاِنِّي وَاللَّهِ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ اَنْ تُشْرِكُوا بَعْدِيْ پۀ الله پاک باندې مې دې قَسم وي! بے شکه زۀ ستاسو پۀ باره کښې د شِرک ويره نه لرم وَلَكِنْ اَخَافُ عَلَيْكُمْ اَنْ تَنَافَسُوْا فِيهَا آؤ! دا ويره ده چې تاسو به پۀ دُنيا کښې مشغول شئ۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا يو ښکلے حديث شريف مونږه واوريدو، د دې نه مونږ ته ډيرې خبرې د زدکړې د پاره ميلاويږي:
(1): د اُحُد پۀ شهيدانو باندې کرم
وړومبۍ خبره خو دا ده چې رسولِ عربي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُحُد د شهيدانو مزارونو ته لاړلو او تقريباً 8 کاله پس يـې پرې بيا جنازه ادا کړله، علمائے کرام فرمائي: هسې داسې د چا پۀ قبر باندې جنازه نشي ادا کيدے، دا د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُحُد پۀ شهيدانو باندې خصوصي کرم وو چې هغوئي د