Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi
بندې شي، بيا به دوئي دا نه وائي چې مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم پۀ موقع باندې موجود نه وو، دے څنګه ګواهي ورکولے شي؟ خو قربان شم چې پۀ هٰغه ورځ باندې به رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حاضِر او ناظِر شان دومره واضحه او ښکاره وي چې غير مسلمه به يـې هم مني چې مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د موقعې ګواه دے، اګر که دُنيا ته يـې تشريف وروستو راوړے وو خو هغوئي حاضِر هم دي، ناظِر هم دي، پۀ ظاهره باندې د موجود نه کيدلو باوجود هم پۀ مونږ باندې ګواه دے۔
اعلیٰ حضرت امامِ اهلِسُنَّت احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:
فرش تا عرش سب آئینہ ضمائر حاضر بس قسم کھائیے اُمِّی تِری دانائی کی
وضاحت: د فرش نه تر عرش پورې، د 7 واړو زمکو د لاندې نه واخله تر د 7 واړو اسمانونو د پاڅه چې څۀ هم موجود دي، هغه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکو سترګو مخې ته د صفا آئينې پۀ شان حاضر او موجود دي لکه چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کله وغواړي چرته وغواړي نظر فرمائي۔ اے زما خوږه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! مونږ له واقعي ده چې ستاسو د دانايۍ او عِلم او فراست قَسم خوړل پکار دي۔
پۀ اُمَّت کښې څوک څوک شامل دي۔۔۔؟
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک وفرمائيل:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ شَاهِدًا وَّ مُبَشِّرًا وَّ نَذِیْرًاۙ(۸) (پارہ:26، سورۂ فتح:8)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه مونږه تۀ ګواه او زيرے ورکوونکے او ويره اوروونکے ليږلے يـې۔