Book Name:Har Makan Ka Ojalah Hamara Nabi
کښې هم لوئي لوئي نيکان پرهيزګاران، اوليائے کرام تير شوي دي خو انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام به هٰغه وخت د خپلو اُمَّتونو نيکان خلق ګواهان نه جوړوي بلکې عرض به کوي: اے کريم مالکه! مونږ ستا پيغام رسولے وو، پۀ دې باندې د ګواهۍ د پاره د مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامان موجود دي۔
دا اُمَّت به د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پۀ حق کښې ګواهي ورکوي۔ غير مسلمه به وائي: دا خو بے انصافي ده۔ (ګواه هغۀ وي، کوم چې پۀ موقع باندې موجود وي او هغۀ معامله هم ليدلې وي) د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) اُمَّت خو زمونږ نه ډير وروستو راغلو، نۀ دوئي مونږه ليدلي يو، نۀ يـې زمونږه حالات ليدلي دي، دوئي هډو پۀ موقع باندې موجود نه وو، ځکه دوئي ګواهي نشي ورکولے۔ بيا به د دې اُمَّت نه پوښتنه وکړے شي: وه وايئ! تاسو دا ګواهي څنګه ورکولے شئ؟ دا اُمَّت به عرض وکړي: اے کريم مالکه! (مونږ د موقعې ګواهان نه يو) اصلي ګواه خو ستا محبوب حضرت مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، مونږ چې کومه ګواهي ورکوو، د هغوئي نه مو اوريدلي ده او ورکوو يـې۔ بيا به محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګواه جوړ کړے شي، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پۀ حق کښې ګواهي ورکړي نو د ټولو غير مسلمو خُلو ته به چې لکه تالې ولګي او فيصله به وشي چې نبيانو پيغام رسولے وو، اُمَّتونه دروغ وائي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته د غور خبره ده۔ دوزخ مخې ته دے، رَبِّ قَهَّار غضب فرمائي، ټولو غير مسلمو ته به معلومه وي چې که اوس زمونږ پۀ حق کښي فيصله اونه شوه نو د هميشه د پاره به دوزخ ته لاړ شو، د دې باوجود به هم دوئي د دې اُمَّت پۀ ګواهۍ باندې اعتراض کوي چې دا خلق پۀ موقع باندې موجود نه وو، لہٰذا ګواهي نشي ورکولے خو چې کله خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګواهي ورکړي نو د دوئي خُلې به