Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

 

 

دلته وګورئ چې الله پاک دا خو وه وئيل چې محبوبِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نبيانو نه افضل دے خو د هغوئي نوم مبارک يـې ذِکر نه کړو۔ پۀ دې کښي څۀ حکمت دے۔۔۔؟ دا هم ډيره ايمان تازه کوونکې خبره ده، علمائے کرام فرمائي: د نوم ضرورت هلته وي، چرته چې د دې شان والا بَل هم موجود وي، که د دې شان مالک هُم يو وي نو د نوم اخستو ضرورت نه وي، هسې هم خبره ذهن ته راځي۔

پۀ ساده مثال سره يـې عرض کووم، که زۀ ووايم: * زما خالق هغۀ دے، چا چې دا اسمان جوړ کړے دے۔ تاسو به پوهه شئ چې زۀ د چا خبره کووم، اسمان جوړوونکے هم يو ذات دے، ځکه د نوم اخستو ضرورت رانغلو، * زۀ وايم: ما ته رزق راکوونکے هغۀ دے، کوم چې ټول جهان ته رزق ورکوي، تاسو به پوهه شئ چې د ټولو پالونکے، د ټولو خالق، د ټولو رازق صرف او صرف الله پاک دے، هډو بل څوک شته نه، ځکه که نوم وانخستے شي، نو بيا به هم ذِهن يو طرف ته ځي، معلومه شوه چې د دې شان والا ذات هم يو وي نو د نوم اخستو ضرورت نه راپيښيږي، ځکه چې الله پاک د * حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د شان ذِکر وکړو نو نوم يـې واخستو * د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام د شان ذِکر يـې وکړو نو نوم يـې واخستو * د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د شان ذِکر يـې وکړو نو نوم يـې واخستو * د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د شان ذِکر يـې وکړو نو نوم يـې واخستو * د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د شان ذِکر يـې وکړو نو نوم يـې واخستو * خو چې کله نمبر راغلو، د هٰغه ذيشان نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نو نوم يـې وانخستو بلکې اوئې فرمائيل:

وَ رَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجٰتٍؕ  (پارہ:3، سورۂ بقرہ:253)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او څوک هغۀ دے چې هغۀ ته يـې پۀ ټولو باندې پۀ درجو اوچتوالے عطا کړو۔