Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

راوړلو، عرض يـې وکړو: الله پاک فرمائي: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! * که ما ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام خليل جوړ کړے دے نو د هغې نه مخکښې مې تاسو خپل حبيب جوړ کړي وئ * که ما د موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام سره پۀ زمکه باندې کلام وکړو نو تاسو مې د اسمان نه بره راوغوښتئ او د کلام شرف مې در عطا کړلو * که عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام مې د رُوح القدس (يعنې پۀ خپل خاص قدرت سره بغير د پلار نه) پيدا کړے دے نو ستاسو نوم مې د مخلوق د پيدائش نه 2 زره کاله مخکښې پيدا کړے وو * اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستا مبارک قدمونه پۀ اسمانونو کښې هٰغه ځائے ته ورسيدل، چرته چې نۀ مخکښې د چا قدم رسيدلے وو او نۀ به ستاسو نه پس د چا ورسي * اے محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم که ما آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته بزرګي ورکړله نو پۀ تاسو باندې مې د نبوت سلسله ختمه کړله، اے خوږه حبيبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما پۀ نزد ستاسو نه زيات عزت والا ما څوک هم جوړ نکړل، ما دُنيا دې د پاره جوړه کړله چې خلق ستاسو عزت او عظمت وويني، وَ لَوْ لَاکَ لَمَا خَلَقْتُ الدُّنْیَا اے محبوبِ ذيشانه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! که تاسو نه وے نو ما به هډو دُنيا نه جوړوله۔ ([1])

   سُبْحٰنَ اللہ! څومر ښکلے شان دے زما د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!! بيا مونږه ولې اونه وايو:

زمین و زماں تمہارے لئے مَکِین و مکاں تمہارے لئے

چُنین و چُناں تمہارے لئے بنے دو جہاں تمہارے لئے


 

 



[1]... تاریخ مدینہ دمشق، جلد:3، صفحہ:517، 518 ملتقطاً۔