Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

مخلوقاتو کښې د الله پاک د صفاتو تر څۀ نا څۀ حده پورې اِظهار پۀ نظر راځي خو پوښتنه دا ده چې * کله دا زمکه هم نه وه * اسمان هم نه وو * مخلوقات هم نه وو * انسانان، پيريان او فرښتے هم نه وې * هيڅ هم نه وو، صرف د الله پاک ذات وو، يا رسولَ الله     صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! هٰغه وخت د الله پاک د صفاتو اِظهار چرته کيدلو؟

پوښتنه ډيره نا اشنا ده، ډيره خوندوره هم ده، معلوماتي هم ده، اوس جواب واورئ! رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: کَانَ فِیْ عَمَاءٍ يعنې * چې کله دا زمکه نه وه * اسمان نه وو * څۀ بَل مخلوق نه وو * هٰغه وخت يو د وريځې پۀ شان څيز وو، د الله پاک د صفاتو اِظهار پۀ هغې کښې کيدلو۔

هٰغه د وريځې پۀ شان څيز څۀ وو؟ علمائے کرام فرمائي: هغۀ د محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور وو، پۀ دې کښې د رَبِّ کريم د ټولو صفاتو ظهور وو۔ ([1])

تم سے خُدا کا ظہور، اس سے تمہارا ظہور                                                                                                                               لِمْ ہے یہ، وہ اِن ہوا، تم پہ کروڑوں درود([2])

 

وضاحت: دا ډيره باريکه خبره ده، يو وي: دليلِ لمّی او بَل وي: دليلِ اِنِّی۔ زۀ دا پۀ مثال سره لږ شان اسانووم او د پوهه کولو کوشش کووم، داسې وګڼئ چې د لرې نه چرته تاسو ته لوګے پۀ نظر راشي نو تاسو فوراً پوهه شئ چې چرته وور لګيدلے دے۔ حالانکې تاسو وور نه وي ليدلے، لمبې مو نه وي ليدلي، چا درته وئيلي نه وي، تاسو صرف لوګے وليدلو او پوهه شوئ چې وور لګيدلے دے۔ داسې چې چرته مونږ لمبه شوے وور ووينو نو پوهيږو


 

 



[1]... مجموع لطیف اُنسی، رسالۃ: اعلام جہال بحقیقۃ الحقائق باسنۃ نصوص کلام سید الخلائق، صفحہ:19، 20۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:267۔