Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

چې وور شته نو لوګے به هم وي، مثال طور نن سبا خو هٰغه دور نه دے، بيا که هم مونږ پۀ کور کښې شمع لګوو نو پۀ احتياط سره يـې لګوو چې هسې نه د شمعې پۀ وجه ديوال تور نه شي، يعنې مونږه ګڼو، پوهيږو چې د وور پۀ وجه خو به لوګے وي۔ يعنې دا دوه اړخونه دي: (1): د لوګي د ليدلو سره مو وور وپيژندلو، دې ته وائي: دلیلِ لمّی۔ (2): دويم اړخ دے: د وور د ليدلو سره لوګے پيژندل، دې ته وائي: دلیلِ اِنِّی۔

  سرکار اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

تم سے خُدا کا ظہور، اس سے تمہارا ظہور                                                                                                                               لِمْ ہے یہ، وہ اِن ہوا، تم پہ کروڑوں درود

يعنې: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! رَبِّ کريم تاسو دومره بے مثاله او با کماله جوړ کړي يئ چې ستاسو شانونه ولولم نو د رَبّ پۀ توحيد پوهه شم او د رَبّ رحمان پۀ توحيد باندې چې پوره پوهه شم نو ستاسو پۀ شان او پۀ عظمت باندې پوهه شم۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! * دا دے د حبيب او د خليل فرق۔۔۔!! * دا دے د حبيب او د کليم فرق * د حبيب الله او د رُوحُ الله فرق۔۔۔!! د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه تر د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پورې ټول انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام * د اوچتو شانونو والا دي * د اوچتو مرتبو والا دي، خو قربان شم! د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان څۀ دے؟ د دې انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام رُوحونه لا هم نه وو تخليق شوي، د هغې نه مخکښې د محبوبِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور مبارک د الله پاک د ټولو صفاتو مظهر جوړ شوے وو۔

تُو ہےخورشیدِرسالت پیارے،چھپ گئےتیری ضیامیں تارے

انبیا اور ہیں سب مہ پارے،تجھ سے ہی نور لیا کرتے ہیں([1])


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:112۔