Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

* بيا د سِدرَةُ المنتہیٰ نه د عرش د حجابونو پورې څومره فاصله ده دا چا ته معلومه نه ده۔

راځئ چې مونږ د ټولو نه پۀ ورو مزل کوم چې به پخوا پۀ اوښانو وغيره باندې کيدلو، د هغې اندازه لګوو، د اوسنۍ اندازې مطابق پخوا زمانه کښې به چې پۀ آرام سره کوم سفر کيدلو، پۀ دريو ورځو کښې به 92 کلوميټره وو۔ که د دې 85 زره کاله سفر مونږ سرسري حساب وکړو نو دا ټول 95 کروړه، 14 لاکهه او تقريباً 34 زره کلوميټره سفر جوړيږي۔ دا مونږه د يو اندازې مطابق د ټولو د ورو مزل حساب وکړو۔

اوس وګورئ! پۀ دې سائنسي دور کښې د ټولو نه تيز رفتاره چې کوم څيز منلے کيږي هغه رڼا ده۔ رڼا پۀ يو سيکنډ کښې 3 لاکهه کلوميټر سفر کوي، اوس به 95 کروړه کلوميټره سفر رڼا پۀ څومره وخت کښې کوي؟ د دې حساب چې وکړې نو رڼا به تقريباً دومره سفر پۀ 53 منټو کښې کوي۔ بيا خو واپس هم راتلل دي نو دا به 106 منټه شي۔

اللہ اَکْبَر! دا سرسري حساب دے، د دُنيا د ټولو نه تيز رفتاره څيز چې پرله پسې روان وي نو چې کوم سفر هغه تقريباً پۀ 2 ګينټو کښې کوي، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف دومره نۀ بلکې د دې نه هم زيات سفر پۀ آرام آرام سره وکړو * پۀ لاره کښې ايساريدلو هم * نـمونځونه يـې هم کول * کله د نبيانو امامتي کوي * کله د فرښتو امامت کوي * دغه شان يـې پۀ آرام آرام سره سفر وکړو، بيا يـې واپس هم تشريف راوړلو خو رفتار ته يـې وګورئ! لا بستره مبارکه يـې ګرمه ده، د دروازے کُنډه لا خوزيږي، يعنې د دُنيا د ټولو نه تيز رفتاره څيز چې کوم سفر پۀ 2 ګينټو کښې کوي، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې نه ډير زيات سفر وکړو او پۀ يو څو سيکنډو