Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

او اعلیٰ وي، لہٰذا * انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته رفتار هم د اُمَّت د رفتار نه زيات عطا وي * انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته د ليدلو طاقت هم د اُمَّت نه زيات ورکولے شي * د اوريدو طاقت هم د ټولو نه زيات عطا کولے شي * د څَکولو طاقت * د بوئي کولو طاقت * د محسوسيدلو طاقت * دغه شان د عقل * پوهې او فراست او * د پوهيدلو طاقت هم پۀ دوئي کښې د ټول اُمَّت نه زيات وي * بيا د دې سره سره د دوئي رُوح هم د ټولو خلقو نه زيات پاک، صفا او لطيف وي۔ ([1])

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د پوهې خبره ده، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم * د ټولو جهانونو نبي دے * د فرښتو هم نبي دے * د نبيانو هم نبي دے * د رسولانو هم نبي دے * د ټولو مخلوقاتو نبي دے، دا ټول د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتيان دي او مونږه واوريدل چې د نبي د ليدلو طاقت د اُمَّت نه زيات وي * د څَکولو طاقت * د بوئي کولو طاقت * د محسوسولو طاقت * دغه شان د عقل * پوهې او فراست او * د پوهيدلو طاقت د ټولو نه زيات وي او * د نبي رُوح د اُمَّت د رُوح نه ډير زيات پاک او لطيف وي۔

د دې نه معلومه شوه چې پۀ ټولو مخلوقاتو کښې * چې څنګه سترګې محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ورکړے شوې دي، هٰغسې سترګې چا ته هم نه دي ورکړے شوې * لکه څنګه غوږونه مبارک چې هغوئي ته عطا کړے شوي دي، هٰغسې چا ته هم نه دي ورکړے شوي * چې څنګه د بوئي کولو طاقت نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عطا کړے


 

 



[1]... تفسیرِ کبیر، پارہ:3، سورۂ آل عمران، زیرِ آیت:33، جلد:3، صفھہ:199، 200 ملخصاً۔