Book Name:Shafaat e Mustafa
خپل رَبّ پۀ حکم باندې به عمل نه کوي؟ داسې هيڅ کله نشي کيدے۔ رَبّ حکم کړے دے: اے محبوبه! د خپلو غلامانو ګناهونه په ماباندي اوبخښه! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به زمونږه ګناهونه په الله باندي بخښي۔
یارسولَاللہ! مجرم حاضرِ دربار ہے نیکیاں پلّے نہیں سر پر گُنہ کا بار ہے
تم شہِ ابرار، یہ سب سے بڑا عِصیاں شِعار یوں شَفاعت کا یِہی سب سے بڑا حقدار ہے([1])
* پۀ 15 سيپاره، سورۀ بني اسرائیل، آیت: 79 کښې ارشاد دے:
عَسٰۤى اَنْ یَّبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُوْدًا(۷۹) [مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نزدې ده چې ستا رَبّ به تا ته داسې مقام عطا كړي چې هلته ټول ستا حَمْد وکړي۔
پۀ حديثِ پاک کښې دي: د رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پوښتنه وکړے شوه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مقامِ مَحمُود څۀ دے؟ اوئې فرمائيل: هُوَ الشَفاعَةُ هغه شفاعت دے۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا مقامِ مَحمُود څۀ دے؟ د قيامت پۀ ورځ چې به کله رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته مقامِ مَحمُود عطا کولے شي، هغه به هم څومره ښکلے او ځانګړے منظر وي، مولانا حَسَن رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
فقط اتنا سبب ہے، انعقادِ بزمِ محشر کا کہ اُن کی شانِ محبوبی دکھائی جانے والی ہے([3])